ولسمشر غني ټينګار کوي چې د سولې مذاکراتو کې به پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ ډول معامله ونه شي.
ښاغلی غني وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو، تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.
ښاغلي غني نن دوشنبې (د مرغومې په ۱۵مه) په یو لړ مراسمو کې د هېواد لوی درستیز یاسین ضیا ته د غازي وزیر محمد اکبر خان نښان ډالۍ کړ.
په دغو مراسمو کې ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو په ستاینې سره ؛ دا ځواکونه د هېواد ویاړ ګڼي .
ولسمشر اشرف غني وايي:«تر هغې چې زه او افغان ملت ساه ولرو، د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو به هېڅ ډول معامله ونه شي! تاسې د افغانستان د خلکو ویاړ یاست!»
بل خوا ولسمشر د هېواد د لوی درستیز یاسین ضیاء کړنې ستايي او دغه راز په دغو مراسمو کې د هېواد سولو نورو پوځیانو ته د مډال د ورکړې خبر ورکوي.
ښاغلی غني:«د افغانستان له لوی درستیز صاحب څخه ځانګړې مننه کوم. د سرتېري په څېر د جګړې په لومړۍ کرښه کې، که په شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ کې وي. په خپله ځې. نن د غازي محمد اکبر خان مډال درته ډالۍ کېږي.»
ولسمشر وايي چې په وروستیو شپږو کلونو کې د هېواد ځواکونو د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.
افغان ولسمشر غني څرګندوي:«نن د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو له برکته دي چې نړۍ د ترهګرۍ له ګواښه ارامه ده.»
د شنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې هوکړې ته په نغوتې سره وویل چې په تېر یوه کال په افغانستان کې هېڅ امریکایی سرتېری نه دی وژل شوی، خو ولسمشر ماڼۍ د مایک پومپیو د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونه ځکه په افغانستان کې نه دي وژل شوي، چې طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي.