Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې برید؛ پنځو ملکي کسانو ژوند بایللی

د هلمند ولایتي شورا رییس، عطاالله افغان د لښکرګاه ښار لسمې حوزې، بُشرانو سیمه کې د هوايي برید له کبله د پنځو ملکي کسانو له ژوند بایللو او د پنځو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

دی زیاتوي دغه پېښه تېره شپه(چهارشنبې د مرغومې په ۱۷مه نېټه) شوې چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د هلمند سیمه ییز مسوولین د لښکرګاه ښار لسمې حوزې، بُشرانو سیمه کې د برید په تړاو وايي تر اوسه دا نه ده تثبیت شوې چې دا پېښه د هوايي برید، د مخالفینو مرمۍ او یا هم د کوم هاوان لګېدو له کبله شوې، خو په تړاو یې څېړنه کېږي.

د هلمند والي، عبدالنبي الهام څرګندوي چې قربانیانو کې دوې ښځې، یوه نجلۍ، یو هلک او یو ځوان شامل دي.

دی زیاتوي چې واکداره پلاوی ټاکل شوي او پېښه به په جدي توګه وڅېړي.

شریک یي کړئ