نن په کابل کې څلورمه چاودنه له غرمې وروسته پنځه بجې د دغه ښار په ګولايي دواخانه سیمه کې وشوه.
یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغې چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
لومړنۍ چاودنه نن سهار اته بجې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړوند دسپیچري سیمه کې رامنځته شوې. په دغې پېښه کې دوه تنه پولیس او یو ولسي وګړی ټپيان شوي دي.
له لومړنۍ چاودنې یو ساعت وروسته، دویمه چاودنه هم په پنځلسمه حوزه کې د عامه ساتنې تصدۍ پر رنجر موټر وشوه. دغې چاودنې د دغې تصدۍ دوه تنه سرتېري وژلي دي او درې تنه نور یې ټپيان کړي دي.
خو درېیمه چاودنه نن له غرمې وروسته درې بجې د نوي ښار په انصاري څلور لار کې وشوه. په دغې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
په دې اړه مو اندونه