په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په پلازمېنه کابل کې د موخه ییزو بریدونو په لړ کې پنځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور د غلو له خوا ټپیان شوي دي.
نن سهار وسله والو کسانو د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند کمپنۍ سیمه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وواژه.
ورته مهال تېره شپه په پنځمه حوزه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني مشر یوسف نورستاني دوه تنه ساتونکي وژل شوي دي او دوه تنه نور پوځیان بیا د کابل ښار په دولسمه حوزه کې ترور شوي دي.
د پېښې شاهد عمر خان وايي:«زموږ د مشرانو کارونه جوړ دي له یوه هېواده بل هېواد ته ځي بې وزله له خپل کوره نه شي وتلای.»
بل خوا ناپيژاندو وسله والو تېره شپه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د یوسف نورستاني ساتونکي نورزمان نورستانی او محمد علم نورستانی ترور کړل.
د ښاغلي یوسف نورستاني خپلوان وایي چې هغه په امریکا کې دی او ساتونکی یې هغه مهال چې له شپې لیسې کور ته راتلل؛ د ناپيژاندو وسله والو له لوري په نښه او ووژل شول.
د کابل اوسېدونکی ایمل وايي:«د کابل وضعیت ډېر خراب دی زموږ امنیتي ځواکونه هېڅ ویښ نه دي.»
د کابل بل اوسېدونکی رشاد هم وویل:«وژنه زښته زیاته ده حکومت یې اداره کولای نه شي هر څوک د ځان په هکله فکر کوي.»
د پرون ورځې له غرمې وروسته هم د پکتیا ولایت دوه تنه اوسېدونکي چې ملکیان وو، د کابل د دولسمې حوزې په امنیت ښارګوټې کې ترور شول.
د کابل اوسېدونکی سید معروف څرګنده کړه:«د ډزو غږ مو واورېد د پېښې سیمې ته ولاړو ومو لیدل هغه کس چې د موتر پر جلو و مرمۍ یې په ډډه لګېدلې او هغه بل چې د چلوونکي تر څنګ ناست و، پر سر یې شپږ مرمرۍ لګېدلې وې.»
د اروپايي ټولنې امریکا او د نړۍ د ځینو نورو هېوادونو د اعلامیې له خپرېدو وروسته، په کابل کې د چابان سفیر هم وایي چې هدفي وژنې باید ودرول شي.
په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا زیاتوي:«فکر کوم چې دا یوه جدي مسله ده. هدفي وژنې هره ورځ کېږي او تمرکز یې پر خبریالانو، د بشري حقونو پر فعالانو حکومتي چارواکو او مذهبي مشرانو دی چې د یوې ټولنې مهم عناصر دي. دا هدفې وژنې باید پای ته ورسېږي.»
هېڅ یوې ډلې تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۲۰۲۰ زکال تر پایه څه باندې دوه زره کسان د هغو پېښو قرباني شوي دي چې هېڅ یوې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.