Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: له افغانستانه ناسم درک به خطرناکې نړیوالې پایلې ولري

ولسمشر غني ګواښ کوي که چېرې د سولې اوسنی فرصت په سمه توګه درک نه شي او افغانستان له نا څرګند برخلیک سره مخامخ شي، د هغه پایله به د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه وي.

ښاغلی غني د پاکستان د نوم له نه یادولو سره وايي چې نړۍ باید د افغانستان د سولې بهیر کې له دخیلو هېوادونو وغواړي چې د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي، ترهګرو ته ځای ونه کړي او د خپلو ګاونډیو په چارو کې له لاسونې ډډه وکړي.
 
په قطر کې د سولې د مذاکراتو په دویم پړاو کې له بندون سره هم مهاله ولسمشر غني په دې بهیر کې د مقابل  لوري د ناسم درک خبره کوي او د سولې د اوسني فرصت د له لاسه وتو په تړاو خبرداری ورکوي.
 
ولسمشر محمد اشرف غني وویل:«خطر، د سولې د اوسني فرصت په ناسم درک کولو کې دی. په افغانستان کې سوله د لاسرسي وړ ده ، خو په هغه صورت کې چې طالبان او د هغوی ملاتړي یوې واقعي سیاسي حل لارې ته غېږه پرانېزي. باید درک شي چې زموږ امنیتي ځواکونه ماته نه منوونکي دي. مګر دا چې موږ خلکو ته د خدمت لپاره خپل هوډ او ظرفیت له لاسه وکړو. که خدای مه کړه افغانسان په بدبینۍ کې ډوب شو؛ پایله به یې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه وي.»

ښاغلی غني په دې بارو دی چې د یوه باثباته افغانستان تضمین باید وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني څرګندوي:«اوس مهال هغه وخت دی چې د یوه باثباته او سوکاله افغانستان د  ضمانت لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه بلل کېږی. موږ باید له نړۍ وغواړو چې له ښکېلو هېوادونو وغواړي چې د ملي واکمنۍ او د نړیوالو اړیکو د رول درناوی وکړي. د پناه ځایونو ورکول او د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ودروي.»

بل خوا د امریکا مرکزي قومندانۍ قومندان وایي چې د طالبانو د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او د ده په وینا واشنګټن د طالبانو هر ډول کړنې تر څارنې لاندې لري.
 
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک کنزي څرګندوي:«د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده، دا هغه څه دي چې زموږ ورته پام دی او موږ د طالبانو کړنو ته پام کولو ته دوام ورکوو او زه پوهېږم چې د امریکا نوې اداره د دوحې د هوکړه لیک له مخې د طالبانو کړنې تر څارنې لاندې لري، که چېري په پام کې وي چې ټول لوري مخته ولاړ شي، طالبان هم باید د دوحې د هوکړې له مخې ځینې کارونه ترسره کړي.»

د ولسمشر غني مرستیال امرالله صالح هم د فرانسې له ۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې له طالبانو سره د بهرنیو جنګیالیو د همکارۍ دوام ته اندېښمن دی.
      
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وویل:«همدا نن چې زه له تاسې سره خبرې کوم، لږ تر لږه ۵۰۰  بهرني ترهګر چې ډېری یې په القاعدې پورې اړوندي دي، په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ  جنګېږي.» 

په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې مذاکرات له ۲۳ ورځوراهیسې درېدلي دي، د افغانستان اسلامي مرکچي پلاوي پنځه غړي کابل ته راستانه شوي دي.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري څرګندوي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي څو غړي د شخصي ستونزو او هغوی ته د رسېدنې په پار د لنډې مودې لپاره افغانستان ته تللي دي.»

له دې ټولو سره سره د کړکېچ ډلې د آسیا برخې مسوول وایي چې په سولې بهیر کې د هڅو د ناکامېدو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدو ته اندېښمن دی.
    
د کړکېچ ډلې د آسیا برخې مسوول لورل مېلر وايي:«زه د هغو احتمالي زنځيري پېښو په تړاو اندېښمن یم چې امریکا متحده ایالتونه د خپلو ځواکونو د حضور تمدید اعلان کړي، طالبانو په یو اړخیز ډول دا اقدام  رد کړي، د سولې بهیر له منځه ولاړ شي، امریکا طالبان ملامت کړي او د طالبانو تاوتریخوالی په سیمه ییز ملاتړ سره زیات شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه