د بلخ پولیس وايي چې تازه یې دغه ولایت کې د تښتول شوي ماشوم، عبدالرووف تښتولو کې د لاس درلودو په تور دوه کسان نیولي دي.
د بلخ ولایت امنیه قومندان، سید معراج الدین سادات څرګندوي چې یاد کسان د عبدالرووف د پلار د شکایت پر اساس نیول شوي دي.
نوموړی د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه وايي، خو زیاتوي چې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ له پولیسو یوه با خبره سرچینه بیانوي چې نیول شوي کسان شاه غاسي او ګرګري نومیږي چې مخکې له دې هم د یاد ماشوم تښتولو په تور نیول شوي وو، خو بېرته له بنده ازاد شول.
تورنو کسانو د نظر اخیستو باندې بریالي نشوو.
بلخ ولایت کې ۹ کلن عبدالرووف څه باندې درې میاشتې مخکې کله چې ښوونځي ته په لاره و، له موټره ښکته او وتښتول شو.
د هغه له تښتول کېدو وروسته تښتونکو د یاد ماشوم ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې لوڅ کینول شوی او د تښتونکو له بد چلنده وايي.