Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي سناتور د سرتېرو ویستو نېټې پر غځولو ټينګار کوي

د امریکا متحده ایالاتو د سنا تسلیحاتي کمېټې تازه رییس، جګ رید وايي د دغه هېواد ولسمشر، جو بایډن باید له افغانستانه سرتېري په بېړه ونه باسي.

هغه زیاتوي امریکا باید تر د مې میاشتې تر لومړۍ خپل ځواکونه ونه باسي او د دې پر ځای باید ډپلوماټ د مودې غځولو په هڅه کې ووسي، څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پایلې لپاره فرصت ولري.

رید څرګنده کړې ده:«په څو میاشتو کې د امریکآيي ځواکونو ویستل له ستونزو ډک او بې ثباتونکې هڅه ده.»

د دغه امریکايي سناتور په خبره طالبانو د دوحې سولې هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي، ينس سټولټنبرګ د تېره اوونۍ د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د ناټو متحدین د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په افغانستان کې حالت برعکس کړي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او مسایل دې په سوله ییزه توګه هوار کړي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د اروپايي متحدینو کابو لس زره سرتېري مېښت دي چې شتون یې په شرایطو پورې تړلی دی.

همداراز دوې ورځې مخکې د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو وسله‌والو ته د یوې اعلامیې له مخې امر کړی چې بهرنیو وسله‌والو ته د پناه له ورکولو دې ډډه وکړي او خپله اعلامیه کې یې ویلي"هېڅوک نشي کولی په خپل سر بهرنیو وګړو ته په خپلو صفونو کې ځای ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د طالبانو او القاعدې اړیکو په تړاو راپورونه خپاره شوي، چې یاده ډله لا هم له القاعدې سره خپلې اړیکې نېږدې ساتلي، خو طالبانو دا خبره ردوله.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو له نه پرې کېدو خبر ورکړ.

د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار یوې ډلې مشر، ادموند فیتون براون وویل له ترهګرو ډلو سره اړیکو پریکوڼ په تړاو د طالبانو ژمنو سره سره، دا ډله لا هم له القاعدې سره اړیکې لري.

هغه زیاته کړه یاده ډله لا هم بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکوي چې افغانستان کې روزنې ترلاسه کړي او نور کسان خپلو لیکو ته راولي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ان بي سي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي چې په باور یې لا هم د القاعدې لوړپوړي چارواکي د طالبانو تر ملاتړ لاندې دي.

د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې روستي راپور له مخې د افغانستان په یوولس ولایتونو کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعدې وسله وال شتون لري.

شریک یي کړئ