د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان او ترکیې د اړیکو د سلمې کلیزې په لمانځغونډه کې له دغه هېوادوه وغوښتل چې د افغان سولې بهیر په هکله د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه په دغې جوړه شوې غونډه کې وویل چې ترکیه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان له همکارو هېوادونو ده او د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو په برخه کې اغېزناک رول لوبولای شي.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل:«ترکیه په افغانستان کې د سیاسي اجماع د رامنځته کولو لپاره مهمه ونډه لوبولای شي.»
د بهرنیو چارو وزیر له بهرنیو چارو وزارت نه د نوموړي د احتمالي لېرې کېدو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وایي چې له حکومت سره د یوې سیاسي هوکړې له مخې کار کوي.
هغه زیاته کړه:«د مهمې سیاسي هوکړې پر بنسټ د دولت او د دولت د اجنډا چې دم ګړۍ په هېواد کې د سولې راوستل دي په خدمت کې یوو، هرکله چې په دې اړه شک وي لومړی موږ په خپله خبرېږو.»
بل خوا په کابل کې د ترکیې سفیر هیله من دی چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او له افغانستان سره د هېوادونو همکاري د سولې یوې هوکړې وروسته هم دوام ومومي.
په کابل کې د ترکیې سفیر اوغوزخان ارطغرل وايي:«د افغانستان پېښې زموږ په سیمه کې له امنیت او ټیکاو سره نږدې اړیکي لري. موږ د خپل دوست او ورور هېواد افغانستان وضعیت له نږدې څار وو. موږ د سولې بهیر ته د بریالیتوب هیله کوو. دا هغه بهیر دی چې موخه یې په دغه هېواد کې د څلوېښت کلنې شخړې پای دی.»
د افغانستان او ترکیې سیاسي اړیکې په ۱۹۲۱ زیږدیز کال کې د دوادړو هېوادونو ترمنځ د یوه هوکړلیک له لاسلیکېدو وروسته پېل شوې او ترکیه لومړنی هېواد دی چې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته یې په هېواد کې خپله سیاسي استازولي پرانسته.