Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد له ځينو برخو د پوځي اډو د لېرې کېدو له امله اندېښنې

د هېواد په ځينو برخو کې د پوځي اډو او پوستو لېرې کېدل د دې لامل کېږي چې په دغو سیمو کې د طالبانو حضور زیات شي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو برخو کې د دولتي ځواکونو ځينې اډې او پوستې لېرې کړل شوي او یا هم ځای یې بدلون موندلی دی.

هغه عکسونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، د کندوز- تخار پر لویه لاره د طالبانو د تلاشۍ تم ځایونه ښيي.

د دغې لویې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، د تلاشۍ دغه تم ځایونه وروسته له هغې جوړې شوي چې، دولتي ځواکونو پر دغې لویې لارې خپلې ځینې پوستې لېرې کړې.

یو له موټر چلوونکو چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي:«له زنځیر تر خان اباده، همدا زموږ ماماګان (طالبان) دي! د تلاشۍ تم ځایونه هم لری او هر څه چې وغواړی کوي، خپله پادشاهي یې ده.»

د کندوز امنیتي مسوولین وايي، په راروان پسرلي کې به د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نورې اډې او پوستې هم جوړې شي.

د کندوز امنیه قومندان حق‌نواز حق‌یار وویل:«له دغو پوستو وتلي وو، دغه پوستې باید ځای پر ځای شي او لارې باید وتړل شي چې ان شاالله دا لارې به خلاصې شي.»

د کندوز په ګاونډ بغلان ولایت هم د پلخمري - مزارشریف او پلخمري - کندوز پر لویو لارو د دولتي ځواکونو له لوري د ځينو پوستو له لېرې کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.

د بغلان اوسېدونکي په دې هکله څرګنده کړه:«دولت امنیت نه نیسي. طالبان تل د سړک پر سر دي. موږ تګ راتګ نه شو کولای.»

د بغلان بل اوسېدونکی قندآغا هم زیاتوي:«له کندوزه راغلم، د قند په فابریکه کې درې څلور ځایه د طالبانو د تلاشۍ تم ځایونه وو، په پل خمري کې زموږ امنیتي ستونزې زیاتې دي.»

د دوشنبې په ورځ ملي دفاع وزارت وویل چې، د بادغیس له بالامرغاب ولسوالۍ د دولتي ځواکونو یو ګډ کنډک یوه بل مناسب ځای ته لېږدول شوی دی.

له دغه خبره یوازې څو ساعته وروسته داسې انځورونه خپاره شول چې، د یاد کنډک په انګړ کې طالبان لیدل کېدل.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي:«که چېرې زموږ اډې له ګواښ سره مخ وي، د وزارت د مشرتابه هڅه همدا ده چې موږ یوه ښه او غوره ځای ته یې ولېږد وو او ځای یې بدل کړو ترڅو له ګواښ څخه لېرې وي.»
 
په دې اړه چې، په دې وروستیو میاشتو کې د ملي اردو سرتېرو د هېواد په کومو سیمو کې خپلې وړې او لویې پوځي اډې لېرې، کړې دي کره مالومات په لاس کې نشته؛ خو کورنیو چارو وزارت وايي، له تېر یوه کال راهیسې په ټول هېواد کې یې د پولیسو نیمايي پوستې راکمې کړې دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په ډاګه کړه:«د پولیسو حضور مو په ټول افغانستان کې له څه باندې شپږ زره پویسو ۱۱۳ اډو او ۳۷۰۰ پوستو ته راکمې کړې دي او زموږ موخه دا ده چې له دغه کار سره وکړای شو د پولیسو جنګي رول را کم کړو او جنګي مسوولیت تر ډېره دفاع وزارت ته ورکړو.»

په راروان پسرلي کې د جګړې لپاره د دواړو لوریو د چمتووالي هڅو، ډېر بحثونه راپارولي؛ خو کورنیو چارو وزیر وايي، حکومت د راتلونکي پسرلي لپاره د کومې جګړې اعلان نه دی کړی او که چېرې جګړه هم وشي؛ نو دا به د طالبانو له لوري وي.

کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو د جنګي رول د کموالي په پار، په هېواد کې یې د پولیسو پوستې کابو نمايي کړې دي.

شریک یي کړئ