Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاناډا پخوانی سفیر افغان سولې ته خنډ د پاکستان نیابتي جګړه بولي

په کابل کې د کاناډا پخوانی سفیر او د یوناما پخوانی مرستیا، کرسټین الکسانډر خبرداری ورکوي، تر هغې چې پاکستان په افغانستان کې خپله پټه نیابتي جګړه ونه دروي؛ په دې هېواد کې به سوله هم ونه شي.

د کاناډا دغه پخواني چارواکي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، طالب اورپکي د یوه ګاونډي هېواد یعنې پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له لوري سمبالیږي او افغانستان ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.

طالبان بیا له دغې ډلې د پاکستان د ملاتړ مساله ردوي.

له دې سره سم، د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د پاکستان د جماعت اسلامي د مشر او سناتور سراج الحق په بلنه دغه هېواد ته تللی او ټاکل شوې، د شنبې په ورځ په لاهور کې د دغه ګوند یو شمېر پلویانو ته وینا هم وکړي.

په کابل کې د کاناډا پخوانی سفیر او د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ پخوانی مرستیال کرسټين الکسانډر له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وایي چې طالبان د مذاکراتو پر میز د ځان په استازیتوب نه بلکې د پاکستان او د دغه هېواد د استخباراتو په استازیتوب خبرې کوي.

دی وایي چې طالب دای اس ای له لوري سمبالېږی او د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل کیږي.

په کابل کې د کاناډا پخوانی سفیر، کرسټين الکسانډر وايي:«‎امریکا په لومړي سر کې افغانان دې ته اړ اېستل چې د طالبانو له استازو  سره د خبرو میز ته کیني. له هغو طالبانو سره د خبرو میز ته چې د افغانانو  په استازیتوب نه بلکې ان د ځان په استازیتوب خبرې نه کوي. طالبان چې د یوه پوځي ځواک د مشرانو په توګه ټاکل شوې دي، افغانستان ته د تاوتریخوالي له راوړلو پرته بله موخه نه لري. طالبان هغه ډله ده چې د یوه ګاونډي هېواد یعنې پاکستان د پوځ او ای اس آی له لوري یې ملاتړ کیږي، تموېلېږي، روزل کیږي او رالېږل کیږي.»

دا کاناډایۍ ډيپلوماټ خبرداری ورکوي چې ترهغې چې پاکستان په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه او پوځي لاسوهنه پای ته ونه رسوي، په افغانستان کې به سوله رانه شي.
 
ښاغلی الکسانډر زیاتوي:«‎‎په افغانستان کې به تر هغه وخته سوله رانه شي چې پاکستان خپله پټه نیابتي جګړه چې اوسمهال ډیره څرګنده ده او خپله پوځي لاسوهنه چې په تاوتریخوالي سره مخته بیول کیږي په افغانستان کې پای ته ونه رسوي. فکر کوم چې امریکا متحده ایالتونه باید پر دې مسالې تمرکز وکړي. زما په اند که نړیواله ټولنه د پاکستان ناقانونه چلند روښانه کړي، بدلونونه به رامنځته شي.»

طالبان له دې ډلې د پاکستان د ملاتړ تور  ردوی. له دې سره همهاله د حزب اسلامي مشر  ګلبدین حکمتیار  د پاکستان د جماعت اسلامي د مشر سناتور سراج الحق په بلنه دغه هېواد ته تللی دی او ټاکل شوې ده د شنبې پر ورځ په لاهور کې ددغه ګوند  یو شمېر پلویانو ته وینا وکړي.

د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی، همایون جریر څرګندوي:«زموږ له لید لوري پاکستان به د سولې برخه کې مهم رول ولري، په دوو دلایلو، اول دا چې پاکستان د افغانستان مهم ګاونډی دی لکه څنګه چې ایران زموږ مهم ګاونډی دی، دوهم دا چې طالبان له پاکستان سره نېږدې اړیکې لري او د دغې اړیکې له مخې کولی شي چې د طالبانو دریځ تعدیل کړي.»        

د ولسمشر سلاکار، عبدالرشید ایوبي زیاتوي:«که طالبانو وغواړي نو موږ ډېر ژر سولې ته رسيږو، خو حقیقت دا دی چې طالبان سوله نه غواړي او ظاهر کې یو ډول او باطن کې بل ډول دي.»

په څه کم څلورو میاشتو کې د هېواد پنځه سیاسي مشران د پاکستان حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللي دي او اوسمهال دغه افغان سیاستوال پر دې باور دي د افغانستان په تړاو د پاکستان تګلاره د بدلون په حال کې ده.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزی هم اسلام آباد ته تللی و او  ددغه هېواد له حکومت سره یې د افغان حکومت طرحه شریکه کړې وه.

دا کاناډایۍ ډيپلوماټ خبرداری ورکوي چې ترهغې چې پاکستان په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه او پوځي لاسوهنه پای ته ونه رسوي ؛ په افغانستان کې به سوله رانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه