Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړي ټپيان کړل

د کابل پولیس وايي چې د دغه ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند دهن باغ سیمه کې پر یوه کاسټر ډوله موتر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه نه له غرمې وروسته د ۳:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر یوه کاسټر ډوله موټر ماین چاودنه وکړه.

خبرپاڼه کې کاږل شوي چې د دغې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا په خبرپاڼه کې د دغې پېښې په هکله ډېر جزییات وړاندې شوي نه دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

تېره ورځ هم د کابل ښار په درېیمه او شپږمه حوزه کې دوو جلا چاودنو پنځه تنه ووژل او ۱۶ تنه نور ټپيان کړل.

په دغو چاودنو کې دوه مسافر وړونکي تونس موټر په نښه شول چې د هغه ټول قربانیان د هېواد بې وزله وګړي وو.

په لومړنۍ پېښه کې، د کابل د شپږمې حوزې په اړوند پل سوخته سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي تونس موټر چاودنه وشوه او دویمه پېښه هم د درېیمې حوزې په سرکاریز سیمه کې پر یوه بل تونس موټر چاودنه وشوه.

ورته مهال، د قربانیانو کورنۍ، حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه د خلکو د امنیت په ټينګښت او د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې پر ناکامۍ تورن وي.

شریک یي کړئ