Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طالبانو څخه په بشپړه توګه د ارغنداب ولسوالۍ بېرته نیول

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د روان پوځي عملیاتو پر مټ د ارغنداب ولسوالې په بشپړه توګه د طالبانو له ولکې ویستلې ده.

طالبانو له تیرو څو میاشتو راهیسې د دغې ولسوالي مهمې برخې لاندې کړې وې. دغله په سختو جګړو کې ځایي خلکو ته هم درانه تاوانونه اوښتي او ډېر شمېر یې کډه کېدو ته اړ ویستي دي.

 د دغې ولسوالۍ کلیو ته په غځیدلو لارو کې د ګڼو ماینونو د ایښودو اندیښنې هم شته چې ښایي تر نامعلومې مودې خپلو مینو او باغونو ته د کډوالو د ورستنیدو مخه ډب کړي. 

کندهار ښار ته نږدې د ارغنداب ولسوالي چي څو میاشتي په پرله پسي توګه د سختو جګړو شاهده وه. د دغه ولسوالۍ ډېری سیمې پرله پسې څو میاشتي د طالبانو په ولکه کې وې.

نظرعلي عملیاتي قومندان په دې هکله وایي:«د ارغنداب وضیعت خو تاسې وینئ چې نورمال دی. یو طالب نشته په دې ټوله منطقه کې انشاالله عملیات ښه پرمخ روان دي، او طالبان وتلي دي زیاتره نشته. تاسو يي وینئ چې د دوی وسایل او جسدونه دلته پاته دي.»

او همدارنکه د کوماندو ځواکونو د یو کنډک قومندان سربلند هم د عملیاتو په اړه وايي:«دلته هر کلی د زر څخه تر یو نیم زره کورنۍ په کې اوسېږي.او دا ډېر پر نفوسه ولسوالي ده. او بل دلته موږ د احتیاط څخه کار واخیست چې ملکي خلکو ته کوم زیان ونه رسېږي. چې د خلکو کورونه وران نه شي، د خلکو ماشومانو او ښځو ته کوم زیان ونه رسېږي.»

دغلته په سختو جګړو کې د خلکو سلګونه کورونه او دا شان د لارو په اوږدو کې پلونه او پلچکونه هم ویجاړ شوي دي. په دغې ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت سرتېري خښ شوي ماینونه هم لویه ستونزه بولي.

ساربان د ځانګړو ځواکونو افسر په دې هکله څرګندوي:«نن زموږ د عملیاتو وروستۍ ورځ ده چې د تابین په کلي کې مو تر سره کړه، او د بابا ولي د پل سره مو دغه لاره وصل کړه، او نور زموږ عملیات پای ته ورسېدل، د خدای او هوايي ځواکونو په مرسته.»

امنیتي سرتېری شریف الله هم وویل:«دلته ماینونه دي، چي ګام اخلي ماین يي پټ کړی دی، دلته تېر کښونه دي، او د دوی پټنځایونه دي دا سیمه مو ټوله پاکه کړې ده، خو کېدای شي د ماین خطر موجود وي.»

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي هم بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي، خو په سیمه کي د ماینونو د خطر له امله اجازه نه ورکول کېږي.

د ارغنداب اوسېدونکی شفیع احمد په ډاګه کړه:«څلور میاشتي کېږي چي دلته جګړه ده کورونه مو ویجاړ شول، فصلونه مو وچ شول، زما خپله یو د کاکا زوی هم دلته ووژل شو.»

بخت بي بي د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکې:«موږ خپل کور پرېښی دی، زما او زما د پلار کور په بمبار باندې ویجاړ شو، موږ اوس د سرپناه ځای نه لرو یواځې مو سرونه خوندي کړي دي.»

بل خوا طالبانو هم په یوه تازه اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري د کندهار په ارغنداب او د بدخشان په نسي درواز ولسوالیو کې روانو عملیاتو ته توند غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه عملیات بند نشي نو دوی به هم ورته خوځښتونه پیل کړي.

کندهار مرکز ته نږدې پرته ولسوالۍ ارغنداب ډېری سیمې پرله پسې څو میاشتي د طالبانو په ولکه کې وې.

شریک یي کړئ