Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي علماوو ټولنه په افغانستان کې د جګړې د پای غوښتنه کوي

د روژې مبارکې میاشتې له راسېدو سره هم مهاله، د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې جګړه ودروي او عادلانه پخلاینې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

د دغې ټولنې رییس علي القرداغي په یوې بیانیه کې له افغان حکومت او طالبانو غواړي، د دغه هېواد خلکو ته اجازه ورکړي چې د روژې مبارکه میاشت کې له جګړې او تاوتریخوالي پرته خپلې دعاګانې او مراسم ترسره کړي.

هغه وویل:«په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري د قراني لارښوونو، نبوي اصولو او د مسلمانو پوهانو د سرچینو پر بنسټ جامع او عادلانه پخلاینې ته د لاسرسۍ لپاره هڅوم.»

د هغه په وینا، د اسلامي علماوو ټولنه، افغان حکومت او طالبانو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت مسوول ګڼي. ځکه «هغوی د خدای په وړاندې مسوولیت لري، نو پر دې بنسټ، هغوی باید د افغانستان د مسلمانو خلکو لپاره د خیرغوښتنې په لټه کې وي.»

ورته مهال ولسمشر اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.

هغه ویلي دي چې عادلانه او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره کوښښ کوي چې د اړینې اجماع له لارې د هېواد اوسنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

هغه طالبانو ته وايي چې د سولې لپاره خپل هوډ په عمل کې ثابت کړئ.

ښاغلي غني د هېواد له امنیتي ځواکونو غواړي چې د روژه لرونکو هېوادوالو د امنیت په ټينګښت کې ډېره هڅه وکړي.

بلخو د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې وايي چې د افغانستان خلک په داسې شرایطو کې د روژې مبارکې میاشتې هرکلي ته وردرومي؛ چې زموږ هېواد له کړکېچ، تاوتریخوالي، قتل او وژنې سره لاس او ګرېوان دی.

هغه وايي:«له طالبانو څخه زموږ تمه دا ده چې د افغانستان د خلکو غږ ته ځواب ورکړي او د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي او له وژنې او وینې تویېدنې لاس واخلي.»

عبدالله زیاتوي:«هیله لرو چې د روژې مبارکې میاشتې پر برکت په هېواد کې ناورینونه او مصیبتونه پای ته ورسېږي.»

بلخوا په افغانستان کې د کاناډا سفیر رېډ سیرز د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو لوریو په ځانګړې توګه له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. 

هغه څرګندوي:«موږ د ولسي وګړو، خبریالانو، ښځو، د بشري حقونو د دفاع کوونکو او د نورو هغو انسانانو چې د سولې لپاره کار کوي، د هدفي وژنو د درېدو غوښتونکي یوو.» 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی ډېبرالاینز هم په یوې خبرپاڼه کې وايي:«هیله لرم چې د روژې مبارکه میاشت، د ټولو افغانانو لپاره سولې ته د رسېدو او ارامښت زمینه برابره کړي.»

ولسمشر اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.

شریک یي کړئ