Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې د طالبانو برید؛ لس تنه دولتي سرتېري وژل شوي دي

د بلخ کې ځايي سرچینو نن سې شنبې (د وري په ۲۴مه) وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر پوستې د طالبانو په برید کې لس سرتېري وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.

سرچینو زیاته کړه چې دغه پېښه د چمتال ولسوالۍ په سرآسیاب کلي کې رامنځته شوې ده او طالبانو د ملي پوځ پنځه سرتېري له ځان سره بیولي دي.

ورته مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په دغه برید کې د ملي پوځ پنځه سرتېري او همدارنګه د طالبانو ۷ اورپکي وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي دي چې څلور طالبان او دوه سرتېري ټپيان شوي هم دي.

بلخوا طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په بلخ کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې د ملي پوخ ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ