د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت نن (سې شنبې د وري په ۲۴مه) وویل چې په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د کان له لوېدو سره پنځه تنه وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې نن سهار د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د کارګرانو یوه ډله چې د ډبرو سکرو پر کیندلو بوخته وه چې ناڅاپه د کان یوه برخه پر هغوی ولوېده.
د هغه په وینا چې تراوسه یوه کارګر مړی را ایستل شوی دی او هڅه کېږي چې څلور نور مړي هم راو ایستل شي.
هغه په دې هکله نور جزییات نه دي وړاندې کړي.