واشنګټن پوست تر راتلوونکو شپږو میاشتو له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو خبر ورکوي.
دغه ورځپاڼه د باخبره سرچینو پر حواله رپوټ ورکوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به په راتلوونکو میاشتو کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او د امریکايي پوځیانو دغه وتل به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د القاعده د بریدونو د شلمې کلیزې په درشل کې چې د لومړي ځل لپاره یې امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړه کې ښکېل کړه، بشپړ شي.
دغه سرچینې زیاتوي چې ټاکل شوې ده ولسمشر جوبایډن سبا چهارشنبې په دې هکله خپله پرېکړه اعلان کړي .
ظاهراً دا پرېکړه به د مۍ تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د واشنګټن د هغې ژمنې پر خلاف وي. چې د دوحې په هوکړه کې طالبانو ته ورکړل شوې ده.
دم ګړۍ د ناټو د کابو ۸۰۰۰ ځواکونو ترڅنګ ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته، دواړه لوریو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه هوکړه لاسلیک کړه.
د دوحې د هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه ووځي.
په دې اړه مو اندونه