د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د جګړې زور اخيستو سره سم، له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو پرېکړه، غیرمسوولانه ده او کېدای شي یوې بلې جګړې ته لار هواره کړي.
حکمتیار وایي، د انتقالي حکومت لپاره د زمینې تر برابرولو وړاندې، د بهرنیانو وتل سمه پرېکړه نه ده.
هغه په دې هکله وویل:«د بهرنیو ځواکونو د وتلو له څرنګوالي معلومېږي چې غواړي افغانستان یو بل خونړي جنګ ته احواله کړي. پرته له دې چې د افغانانو ترمنځ پر انتقالي حکومت توافق رامنځته شي او په داسې حال کې د دوی وتل چې جګړه، ترورونه، انفجارات تشدید شوي دي.»
ګلبدین حکمتیار وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د جګړې عامل هم له منځه تللی دی او د جګړې د دوام لپاره پلمه نشته:«د حکومت په لهجې کې هم تغییر راغلی او په موضیع او دریځ کې هم، زموږ انتباه دا ده. له طالبانونه هم تمه انتظار دا دی چې وضعیت ته په پام سره او دې ته په کتو چې بهرني ځواکونه وځي او له دې سره د جنګ یو ستر عامل او مجوز له منځه ځي.»
له بل لوري، ښاغلی حکمتیار د اوسني نظام د ټولو تشکیلاتو او په ځانګړې توګه د دولتي ځواکونو د جوړښت پر ساتنې ټینګار کوي:«یوازې چارواکي باید تعویض شي، دا نظام باید په خپل حال پاتې شي. امنیتي او نظامي جوړښتنه باید په خپل حال پاتې شي.»
هېوادوال هم د روانې جګړې د درېدو غوښتنه کوي.
د دین عالم محمد موسی نوري وايي:«سولې ته لبیک وايي چې الله ج او د هغه پیغمبر ص له موږ څخه راضي شي.»
د کابل اوسېدونکی عبدالبصیر هم وویل:«یوې لوې سولې ته دې لاسرسۍ وکړي چې د افغانانو په خیر وي.»
په داسې حال کې چې، طالبانو ویلي چې، د اختر په مناسبت به د دوی اوربند یوازې درې ورځې وي؛ خو اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، افغان حکومت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د دغه اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده.