Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې تېرو څلرویشتو ساعتونو کې درې تنه وژل شوي

په تېرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کې کابل ښار د یوې چاودنې، یو قتل او د یوې هدفې وژنې شاهد و.

په لومړۍ پېښه کې، د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې یو ولسي وګړی ټپي کړی او په دویمه پېښه کې وسله والو غلو د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې یو ځوان په قتل رسولی او هر څه یې ترې لوټلي دي.

په بله پېښه کې دوه تنه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په هدفي توګه وژل شوي دي.

په څلورمه پېښه کې هم، ناپېژانده وسله والو یو کس د پنځمې حوزې په اړوند دیوان بېګي سیمه کې ترور کړی دی.

په دویمه پېښه کې مسعود نوري هغه ځوان دی چې د جمعې په ماښام د کابل د شپاړسمې حوزې د زړو مکررویانونو په سیمه کې د وسله والو غلو له لوري په ډزو سره ووژل شو.

د مسعود کورنۍ وایي چې له هغه درې واړه ماشومان پاتې دي.
           
د مسعود نوري ورور نیک محمد وايي:«د شپې اوه بجې څلور تنه غله راځي او پر یو ځوان برید کوي، هغه هم یا موبایل او یا هم د پیسو لپار، تر کله؟»
              
د مسعود نوري خپلوان تاج محمد زیاته کړه:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر څنګ پوسته وه او هېڅ پاملرنه یې ونه کړه.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د نا امنیو پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره امنتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې په ناکامۍ تورنوي.

سیدجمال چې په شپاړسمې حوزه کې د ټېلفونونو پلورنځي لري وایي چې د کابل په دغې سیمه کې هره ورځ جنایي پېښې په تېره بیا قتل او غلاوې کېږي:«دلته سړی وژل کېږي، بایسکیل غلا کېږي. دا د دې ښودنه کوي چې دا ځای ډېر ناامنه دی.»
              
د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد هم وايي:«خلک د دولت له لاسه تر پوزې راغلي دي او ترې راضي نه دي. تاسې فکر وکړئ په هغې سیمه کې چې طالب دی امنیت هم دی، خو د دولت په سیمه کې ناامني ده. دوی (حکومت) د دې وس نه لري.»

خو د کابل امنیه قومنداني وایي چې په تېره یوه میاشت کې د جنايي پېښو په تړاو شاوخوا ۲۵۰ تنه نیول شوي دي.
                    
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز څرګندوي:«اوسنی وضعیت نورمال وضعیت نه دی. موږ له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې یوو.»

د پلازمېنې اوسېدونکي د یوه ښه امنیتي پلان نشتوالی د نا امنیو د زیاتېدو لامل ګڼي او زیاتوي چې د دغه وضعیت دوام د دوی لپاره ژوند سخت کړی دی.
 
د کابل امنیه قومنداني وایي چې په تېره یوه میاشت کې د جنايي پېښو په تړاو شاوخوا ۲۵۰ تنه نیول شوي دي.

شریک یي کړئ