Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر مهترلام له برید لس ورځې وروسته لاهم په لغمان کې جګړه روانه ده

پر مهترلام ښار د طالبانو له برید نږدې لس ورځې تېرېږي؛ خو لا هم د مرکز په څنډو او همدا راز د الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې نښتې روانې دي.

د طلوع نیوز خبریال خالد نېکزاد، چې مرکز مهترلام او الیشنګ ترمنځ د جګړې لومړۍ لیکې څخه لیدنه کړې وايي؛ د ملي اردو ځانګړي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې یرغلیز عملیات پیل کړي دي.

د لغمان امنیه قومندان وايي؛ د ځینو مخکنینو دولتي ځواکونو وظیفوي غفلت د دې لامل و، چې طالبان مهترلام ته ورسېږي خو زیاتوي، چې د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي دي.

څو ورځې کېږي چې د الیشنګ ولسوالۍ او د مهترلام ښار د څلورمې حوزې ترمنځ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

دولتي ځواکونه وایي چې په دغې ولسوالۍ کې عملیات د پرمختګ په حال کې دي. د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پوځ ځانګړي ځواکونه وایي پرې به نه ږدي چې مهترلام ښار د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
 
د پوځ د ځانګړو ځواکونو افسر مسعود رحماني په دې هکله وايي:«دا د لغمان مهترلام دی، خو د افغانستان هره څنډه چې وي، موږ موجود یوو او زموږ د ګامونو له انګازې سره دښمن سیمه په بشپړه توګه پرېږدي او تښتي.»
            
د پوځ د ځانګړو ځواکونو افسر سردار آغا هم وویل:«د افغانستان امنیتي ځواکونه له خاورې، وطن، ننګ او ناموس او له خپلو خلکو دفاع کوي.»

د پوځ د ځانګړو ځواکونو قومندان محمد اکمل امیر وايي چې طالبانو له ننګرهار، کاپيسا، نورستان او کونړ ولایتونو نه په ډله ییزه توګه پر لغمان بریدونه وکړل او اوس د هغوی بریدونه په شاتمبول شوي دي:«هغوی فکر کوي چې موږ بې خبره یوو. هر چېرته یې چې خوځښت وکړ ضربه یې ولیده. هغوی فکر وکړ چې ګواکې موږ لغمان ته پاملرنه نه لرو خو هغه نه پوهېږي چې موږ د الله په فضل سره په هر ځای کې چمتو یوو.»
 
دولتي ځواکونه له هغو طالبانو سره پر جګړه بوخت دي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې پر مهترلام  ښار برید کړی و. پوځ وایي چې دولتي ځواکونو د ښار په مرکز کې د طالبانو له لوري نیول شوې ځينې سیمې بېرته نیولې دي.

خو طالبان څرنګه مهترلام ښار ته دننه شول؟

د لغمان امنیه قومندان لطف الله کامران څرګندوي:«دلته ځينو کسانو بې غوري کړې ده. خپلې پوستې یې له جګړې پرته خوشې کړې دي.... له هغوی سره به قانوني چلن وشي.»             
 
طالبانو تېره اوونۍ د دولت شاه ولسوالۍ له نیولو وروسته پر الیشنګ او الینګار ولسوالیو او ور پسې په مهترلام ښار برید وکړ او ان په څلورمه حوزه کې د پولیسو دغه پوستې د طالبانو لاسته ولوېدې.

اوس دغه پوستې بېرته د افغان ځواکونو په ولکه کې راغلي دي.
                    
پولیس سرتېری لعل احمد وايي:«له موږ سره دې مخامخ جګړه وکړي چې ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو. د خلکو له ماشومانو او د خلکو له کورونو استفاده کوي. موږ نه شو کولای چې هغوی په راکټ وولو.»

لغمان د هېواد په ختیځ کې یو له سټراټېژيکو ولایتونو ګڼل کېږي. امنیتي ادارې وایي چې طالبان هڅه کوي د مهترلام ښار په نیولو سره د ختیځ لویه لار له ننګونو سره مخ کړي.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پوځ ځانګړي ځواکونه وایي پرې به نه ږدي چې مهترلام ښار د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه