د بلخ امنیه قوماندان داوود تره خېل نن (یکشنه د غبرګولي په ۱۶ مه) وویل، چې غرمه مهال د بلخ ولسوالۍ، د امنیې قوماندانۍ ودانې مخې ته موټربم چاودنه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او د ملکیانو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي.
د بلخ د امنیه قوماندان په وینا کېدای شي، د مرګژوبلې شمېرې تغییر شي.
تر دې وړاندې د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عادلشاه عادل ویلي وو، چې تر چاودنې وروسته، بریدګر د بلخ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته ننوتي او پولیسو سره په نښته شوي.
د عادل په وینا اوس هم نښته روانه ده.
د بلخ پولیس وایي، سیمې ته نور ځواکونه استول شوي.
پولیسو د بلخ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته غځېدلې ټولې لارې بندې کړې دي.
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی.