Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د محب څرګندونو ته د قریشي توند غبرګون او د حنیف اتمر خواشیني

د هېواد بهرنیو چارو وزیر د هېواد د ملي امنیت د سلاکار او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر منځ له لفظي شخړې خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانسان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب وروستیو خبرو ته غبرګون ښودلی او دغه خبرې یې له طالبانو سره د سولې په زیان بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي څرګنده کړه:«نن په لوړ غږ وایم! د افغانستان د ملي امنیت سلاکاره، غوږونه دې خلاص کړه او واوره، غوږونه دې خلاص کړه او واوره: پاکستان لویه بیه پرې کړې ده، جنازې زموږ پر اوږو لېږدول کېږي. موږ د سولې خبرې کوو، موږ د ټيکاو خبرې کوو، خو هغه کلمې چې ته یې کاروي، پر پاکستان تور پورې کوې، زه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وایم چې که د داوړ ژبې کارول ونه دروې، هېڅ باوجدانه پاکستانی به تاته لاس درنه کړي او خبرې به درسره ونه کړي.»

خو هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، حمدالله محب په دې وروستیو کې د وینې توېیدنې او په سولې بهیر کې د پرمختګ په موخه څرګندونې کړي؛ خو په وینا یې، افغان ولس او حکومت ښه پوهېږي چې، د پاکستان له همکارۍ پرته د وینې توېیدنې مخنیوي او د سولې په برخو کې پرمختګ ناشونی دی.

ښاغلی اتمر همداراز په ټینګار سره وايي، پرې به نه ږدي چې، رامنځته شوې لفظي شخړه د کابل او اسلام اباد تر منځ د همکاریو پر وړاندې خنډ وګرځي:«زه د دغه وضعیت له رامنځه کېدو خواشینی یم، خو باید په څرګنده ووایم چې دا به په هېڅ ډول د دواړو دولتونو ترمنځ د همکارۍ خنډ نه شي.»

ښاغلي محب د غوايي میاشتې په ۲۳ ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې د پاکستان پر وړاندې په تونده ژبه خبرې وکړې او ویې ویل چې پاکستان د یوې قدرت غوښتونکې ډلې په ملاتړ په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په حال کې دی:«نن زموږ ګاوندی چې نه له افغانانو او نه له نړۍ پټ دی، له یوې واک غوښتونکې ډلې ملاتړ کوي چې افغانستان یو ځل بیا کمزوری کړي او زموږ د خاورې ځينې برخې ونیسي.» 

ښاغلي قریشي د خپلې وینا په دوام څرګنده کړه:«عمران خان د سولې لپاره کابل ته ځي، جنرال باجوه د سولې لپاره کابل ته ځي، د آی اس آی رییس د سولې لپاره کابل ته ځي، د بهرنیو چارو وزیر د سولې لپاره کابل ته ځي او ته پاکستان له فاحشه خانې سره تشبیه کوې؟ باید وشرمېږې.»

دوه اوونۍ وړاندې د امریکا غږ انګلیسي څانګې د ډيپلوماټيکو سرچینو له خولې خبر ورکړی و. چې د افغانستان د ملي امنیت له  سلاکار حمدالله محب سره د پاکستان رسمي اړیکې درول شوې دي.
 
ښاغلی اتمر همداراز په ټینګار سره وايي، پرې به نه ږدي چې، رامنځته شوې لفظي شخړه د کابل او اسلام اباد تر منځ د همکاریو پر وړاندې خنډ وګرځي.

شریک یي کړئ