د غور چارواکو نن (دوشنبه، د غبرګولي په ۱۷ مه) وویل، چې طالبانو د شهرک ولسوالۍ مرکز ولکه کړی دی.
د غور والي عبدالظاهر فیضزاده وایي، د ملکیانو د تلفاتو مخنیوي لپاره، امنیتي ځواکونو، د شهرک ولسوالۍ مرکز کې "ټول حکومتي بنسټونه" پرېښې دي.
شهرک ولسوالي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ، تر سختې جګړې وروسته طالبانو ولکه کړې ده.
وړاندې تر دې چې طالبان د شهرک ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي، د نظمعامې یوې قرارګاه ته یې چاودنه ورکړې، چې نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰ تنه سرتېري وژل شوي.
د غور سیمهییز چارواکي وایي، طالبان څلور تنه سرتېري له ځانونو سره بوولي هم دي.