Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان: امریکا راباندې باور کولی شي

داسې حال کې چې ترکي ځواکونو ته د کابل نړۍوال هوایي ډګر د امنیت د سپارلو په هکله خبرې روانې دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون یکشنبه ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به، ترکیه "یوازینی د باور وړ" هېواد وي، چې افغانستان به باثباته کړي او امریکا د ناټو پر ملګرو باور کولی شي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا، اردوغان به پر دغه موضوع، نن په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې، د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره مخامخ کتنه کې خبرې وکړي.

د فرانسې اژانس وایي، پرون بروکسل ته تر روانېدو وړاندې د ستنبول په هوایي ډګر کې اردوغان خبریالانو ته ویلي:"امریکا له افغانستانه په وتلو ده او ژر به وځي، کله چې هغوی ووځي، د باثباتۍ لپاره یوازینی د باور وړ هېواد ترکیه ده."

تېره اوونۍ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وویل، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ۵۰ په سلو کې بشپړه شوې.

ویل کېږي، چې ترکي ځواکونه د کابل نړۍوال هوایي ډګر د امنیت ټینګولو ته چمتو دي او د دې لپاره چې لوېدیځ ډېپلوماټان او د بشرپالو چارو کارکوونکي خوندي تګ راتګ وکړای شي.

د فرانسې د خبري اژانس رپوټ وایي، اردوغان ویلي، ترکي چارواکو له خپلو امریکایي سیالانو سره، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته مهال لپاره، د ترکیې پر پلانونو خبرې کړې دي.

اردوغان ویلي:"هغوی خوښ دي او موږ به له هغوی سره پر افغانستان خبرې وکړو."

د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره کې یوې سرچینې ویلي، لا هم د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر پر امنیتي پلان کار روان دی او ډېر ژر به دغه پلان وروستی شي. سرچینې زیاته کړې حکومت لا پرېکړه نه ده کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د هوایي ډګر د ساتنې مسوولیت ترکي ځواکونه اخلي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د هوایي ډګر د امنیت موضوع به د ناټو لپاره مهمه او د اندېښنې وړ وي، هغسې چې پر دې موضوع به روانه اوونۍ د ترکیې په ګډون د ناټو غړي هېوادونه خبرې وکړي.

د افغان ملکي هوایي چلن ادارې غه چارواکي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، افغان ځواکونه خپله هم، د هوایي ډګر د امنیت ټینګولو مسوولیت اخېستلی شي.

په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي یوه غړي طلوع‌نیوز ته ویلي، ترکي ځواکونو ته د هوایي ډګر د مسوولیت سپارل به، د افغانستان د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي.

تېره اوونۍ طالبانو یوه اعلامیه کې هم ویلي وو، چې د هوایي ډګر د امنیت ټينګښت مسوولیت خپله د افغانانو کار دی او د دوحې د سند پر بنسټ، د ترکیې په ګډون به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

تېره جمعه د ناټو سرمُنشي وویل، له افغانستانه د امریکا او ملګرو هېوادونو یې د ځواکونو تر وتلو وروسته، د نورو مسایلو په خوا کې د کابل هوایي ډګر د امنیت څرنګوالي موضوع هم د بحث وړ ده.

د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټنبرګ ویلي، د هوایي ډګر موضوع نه یوازې ناټو، بلکې ټولې نړۍوالې ټولنې ته، د هغوی ډېپلوماټیک حضور او د بېلابېلو نړۍوالو ادارو پرمختیایي چارو لپاره مهمه ده.

اردوغان: امریکا راباندې باور کولی شي

د ترکیې ولسمشر وایي، دی به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره مخامخ کتنه کې پر دې موضوع خبرې وکړي.

شریک یي کړئ