Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلکو ته د روحیې ورکړې لپاره دکابل واټونو کې د نقاشۍ کالریو جوړېدل

په کابل کې یو شمېر نقاشانو په ګڼه ګوڼه ځایونو کې د نندارې او خرڅلاو لپاره د نقاشیو د تابلوګانو ګالرۍ جوړې کړې دي.

دغه انځورګر پر دې باور دي چې، په اوسنیو شرایطو کې هېوادوال د بل هر وخت پر تله اوس هنري مسایلو ته ډېره اړتیا لري.

د دوی په وینا، په جګړه ځپلو هېوادونو کې هنر کولی شي د هغو د خلکو په روح او روان کې مثبت بدلون راولي دي.

د پل سرخ واټ د کابل یو له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو دی. په تېرو څوکلونو کې د دغه واټ په شاوخوا کې د انځورګرۍ څو ګالرۍ یا انځورتونونه پرانستل شوي دي، سلیم عطايي او دوه وروڼه یې په کابل ښار کې درې انځورتونونه او د نقاشیو پلورنځایونه لري.
د سلیم عطایي د هنري پنځونو ګالري یا انځورتون په پل سرخ واټ کې دی.

رخسار چې له سلیم عطايي نه هنر زده کوي په دې بارو ده چې د جګړې په شرایطو  کې هنر ته اړتیا زیاتېږي ځکه ددې په وینا هنر د خلکو په رواني حالت کې بدلون راوستلی شي او هغوی له رواني ناروغیو او ژور خپګانه ساتلی شي.

غلام صدیق صدیقي چې نژدې څلور  لسیزې کیږي چې انځورګري کوي، د کابل ښار د ګل فروشۍ په کوڅه کې یې یوه  ګالري پرانستې ده.

دی په دغه انځورتون کې د څه باندې ۱۷۰ تابلوګانو په لرلو سره د انځورګرۍ لپاره سپارښتې مني او دا راز خپلې او د خپلو زامنو تابلوګانې پلوري.
 
دغه ګالرۍ یا انځورتونونه په وروستیو کلونو کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي دي او دغه ګالرۍ په هېواد کې د هنري کار اهمیت او ارزښت ته د خلکو د لېوالتیا د زیاتېدو ښودنه کوي.
 
نقاشان باور دارند که در شرایط جنگ نیازمندی به هنر بیشتر می‌شود؛ زیرا به‌گفتۀ آنان هنر می‌تواند تغییر در روح و روان مردم ایجاد کند.

شریک یي کړئ