په پښتو ژبه د لومړني اخبار سل کال پوره شول. د طلوعافغان اخبار په لومړي ځل په ۱۳۰۰ هـ لمریز کال کې په کندهار کې خپور شو، چې بنسټګر یې صالحمحمد هوتک وو.
په کندهار کې لیکوالان او فرهنګپال پر حکومت غږ کوي، چې د دغه اخبار کلتوري او تاریخي ارزښت ته په کتو، باید پاېښت او فعالیت ته یې جدي پاملرنه وشي.
دا اخبار اوس په اوونۍ کې دوه ځل خپرېږي.
یوه خبریال او لیکوال محمدابراهیم سپیڅلي ویلي:« ۱۰۰کاله وړاندې موږ په کندهار کې اخبار درلود. دا اخبار هره ورځ چاپېده. دا په دې مانا چې دلته خلک پرمختللي وو. هغه داسې مهال وو، چې پاکستان نه وو تاسیس شوی. ازبکستان، تاجکستان... دا هېوادونه د نړۍ په نقشه کې نه وو. خو موږ طلوعافغان درلود. خو جګړې زموږ پرمختګ ټکنی کړی.»
طلوعافغان یو دولتي اخبار دی. یو له پخوانیو کارکوونکو یې بسمالله غرنی دی، چې ۲۰ کاله یې دې اخبار ته کار کړی او وایي، چې د خواله رسنیو کاروونکو زیاتېدو سره چاپي رسنیو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
د طلوعافغان اخبار اېډیټر بسمالله غرني ویلي:«زه په دې خوښ یم چې خورا لوړو ژورو سره، طلوعافغان اخبار ته کار کوم او دې لارې ته مو دوام ورکړی دی.»
د طلوعافغان اخبار مدیر احسان الله سادات ویلي:«مرکز کې چارواکي دې پاملرنه وکړي او مطبعه دې بېرته فعاله کړي.»
د طلوعافغان د فعالیت سل کاله پوره کېدو په خوښۍ د کندهار پوهنتون کې لیکوالانو او فرهنګپاله یوه غونډه هم کړې.
فرهنګپال وایي، حکومت دې د طلوعافغان پاېښت ته پاملرنه وکړي.
د کندهار پوهنتون یوه استاد مطیعالله روحیال وویل:« موږ ځوانان او لیکوالان لرو، که دا کارونه وشي، نو زه ډاډه یم چې د طلوعافغان بیاځلي عظمت به راژوندی شي.»
کندهار کې هره اوونۍ د طلوعافغان اخبار ۱۰۰۰ ګڼې چاپېږي.
په دې اړه مو اندونه