د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېنداام باغچي نن یکشنبې (د چنګاښ په ۲۰مه) وویل چې په کندهار ښار کې د دغه هېواد کونسلګري تړل شوې نه ده.
له دې مخکې ځينو رسنیو په کندهار کې د هند د کونسلګرۍ له تړل کېدو خبر ورکړی وو.
خو ښاغلی باغچي وايي چې کندهار ښار ته څېرمه د شدیدې جګړې له امله په دغه ښار کې د هند کونسلګرۍ کارکوونکي هند ته راستانه کړل شوي دي؛ خو دا یو لنډمهاله پرېکړه ده.
د هغه په وینا، هڅه کېږي چې په کابل کې د هند سفارت له خوا د ویزې د وېش بهیر دوام ولري.
هغه ټینګار وکړ چې هند یوه سوله ییز، خپلواکه او ډموکراټيک افغانستان ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې د هند حکومت وضعیت له لنډه تر څار لاندې لري.
د هند «ان ډي ټي وي» شبکې رپوټ ورکړی دی چې هندي ډپيلوماټان د یوې پوځي الوتکې په واسطه هند ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې، چارواکو ویلي دي چې دغه هېواد پرېکړه نه لري چې په کابل کې خپل سفارت وتړي.
له دې مخکې، ځينو هېوادونو د روسیې، ایران، ترکیې، تاجیکستان او ازبیکستان په ګډون د بلخ په مرکز مزارشریف کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو له امله خپلې کونسلګرۍ تړلې دي.