Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې۱۵ورځو کې۳۳تنه ترور شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رپوټ ښيي چې د چنګاښ میاشتې په لومړۍ ۱۵ ورځو کې د کندهار په هغو سیمو کې چې د طالبانو لاس ته لوېدلي ۳۳ ملکي وګړي ترور شوي دي.

د یاد کمېسیون موندنې ښیي چې په یادو ترور شویو کسانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.

د دغه کمېسیون د عامه اړیکو او رسنیو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«د دین عالمان، قومي مشران، مدني فعالان، د بشري حقونو فعالان او ښځينه خبریالانې تر ډېره د هدفي بریدونو له ادرسه قرباني کېږي.»

له بل لورې بیا د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان وایي چې طالبانو سلګونه وګړي په دې تور چې حکومت سره اړیکې لري، نیولي او له دې ډلې یې ځینې وژلي دي.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان رییسه پټرېشا ګاسمن په کندهار کې د صحرايي اعدامونو په هلکه له جدي اندېښنې سره وايي چې شونې ده طالبانو په حکومت پورې د اړوندو کسانو له نیولو او وژلو سره بشري جنایت کړی وي:«زښته شدیدې اندېښنې شتون لري چې شونې ده طالب جنګیالیو په کندهار کې د غچ اخیستونکو جنایتونو لاس پورې کړی وي. د طالبانو مشرانو د هر ډول ناوړه استفادې مسوولیت ردی کړی دی، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له کورونو د خلکو د ویستلو، په خپل سر نیولو او د وژلو په هکله په پراخته کچه شواهد د خلکو په منځ کې د ډېرې وېرې لامل شوی دی.»

په افغانستان کې د بشري حقونو ځينې فعالان هم له هغه څه چې د طالبانو غچ اخیستونکي ترورونه ګڼي، اندښمن کړي دي.
   
د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل په دې هکله وايي:«هره هغه ډله چې ولسي وګړو ته زیان رسوي، د جنګي قوانینو پر بنسټ د جنګي جرمونو له ډلې دي.»
    
حقوقپوه قاضي عبدالرحیم هم وویل:«د جګړې په ډګرونو کې باید د جګړې نړیوال قوانین او د بشري حقونو قواعد په پام کې ونیول شي.»  
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت په کلیو کې له خلکو سره د طالبانو پر ناوړه چلن اندېښنه څرګندوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله جالینا پورټر څرګندوي:«د وروستیو تاوتریخوالو او د ژباړونکو او نورو افغانانو پر وړاندې ناوړه چلن ښيي چې د طالبانو ځایي جنګیالي په دغه هېواد کې بشري ژوند او بشري حقونو ته بې پامي ښيي. موږ دغه پلان شوي بریدونه، د حیاتي تاسیساتو ویجاړول او دا راز د افغانستان د خلکو پر وړاندې بریدونه په کلکه غندو.»

د هېواد د سوېلي زون ځينې اوسېدونکي دغلته مرموزې او هدفي وژنې د اندېښنې وړ ګڼي.
       
د هلمند پخواني والي امیر محمد آخندزاده په دې هکله وايي:«که چېرې په دغه هېواد کې غچ اخیستنه دوام وکړي، هغوی (طالبان) باید ډاډه وي چې ملت به یې په وړاندې ودرېږي.»

خو طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو په تېره بیا کندهار کې هر ډول ناوړه چلن ردوي او وایي چې په دغه ولایت کې د قتل دوې پېښې د شخصي دښمنۍ له امله شوې دي.

شریک یي کړئ