افغانستان کې ناامنۍ سره، ګڼ افغانان په غیرقانوني توګه نورو هېوادونو ته روان شوي، چې اوس ترکیې پرېکړه کړې، چې ایران سره پوله کې د ۲۹۵ کیلومټره په اوږدوالي دېوال جوړ کړي، چې ترکیې ته د غیرقانوني کډوالو د اوښتو مخنیوی وکړي.
په زرګونه افغانان په غیرقانوني لارو لومړی ترکیې او بیا اروپایي هېوادونو ته ځانونه رسوي.
تېر میلادي کال کې ایران سره د ترکیې پوله کې، ترکیې ۱۰۵ زره غیرقانوني کډوال نیولي وو او اوس یې په تېرو اوو میاشتو کې ۵۵ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تېرو درېیو اوونیو کې یې ایران سره پوله کې پروت ولایت وان کې ۱۶۰۰غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.
د ترکیې د وان ولایت والي امین بلمیز ویلي:«هغه پناهغوښتونکي چې موږ تېر کال په پوله کې نیولي وو، شمېر یې ۱۰۵ زور ته رسېږي. سږکال مو تراوسه ۵۵ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي.»
ترکیه وایي، د سږني میلادي کال تر ختمېدو به ۶۴ کیلومټره دیوال اوچت کړي، چې د غیرقانوني کډوالو مخنیوي لپاره یو لوی ګام دی.
د وان ولایت والي بلمیز دا هم ویلي:« هغه غیرقانوني کډوال چې غواړي دلته راشي، زموږ سیمې ته هېڅ د راتلو اجازه نهلري. موږ هغوی سره قانوني چلن کوو او اوس اوس پولیس د هغو کورونو د معلومولو په لټه کې دي، چې د انسان قاچاقبرانو پهکې غیرقانوني کډوال پټ کړي دي او دغه کورونه به ویجاړ شي.»
تېره میاشت د افغانستان، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلمنځۍ غونډه کې د نورو مسایلو خوا کې، د غیرقانوني افغان کډوالو د تګ په مخنیوي هم خبرې کړې وې.
د افغانستان نامعلوم راتلوونکي له کبله، په زرګونه افغانان اړ شوي، چې د ترکیې په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شي.