Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي شورا فوق العاده غونډه؛ سیاستوال:له وروستۍ موکې دې استفاده وشي

د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د زور اخیستو او مذاکراتو د بندونو په لړ کې، ولسمشر غني د ملي شورا د فوق العاده غونډې جوړېدو غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ده چې دغه غونډه سبا دوشنبې (د زمري په ۱۱مه) جوړه شي او ولسمشر غني د سولې او جګړې په هکله له ملي شورا سره سلامشورې وکړي.

ولسمشر غني چې نن په ارګ کې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې سبا ملي شورا ته ځي او د خلکو له استازو سره د سیاسي او امنیتي وضعیت په هکله به سلامشورې وکړي:«تېره ورځ د سیاستوالو غونډه وه. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ سیاسي اجماع شته.»

ولسمشر دوه ورځې مخکې هم له ځينو سیاستوالو سره په ارګ کې ولیدل. د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او جمهوریت څخه ملاتړ، له ولسمشر سره د سیاستوالو د سلامشور د بحث چورلیز وو.
 
صادق مدبر یو له هغو کسانو دی چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، دی وایي چې دغه مشورتي غونډه به له حکومت سره د سیاسي او جهادي مشرانو د همکارۍ وروستۍ فرصت وي.

دی خبرداری ورکوي که چېرې حکومت له دغه فرصته په سمه توګه ګټه وانه خلي، د نظام پایښت به له خطر سره مخ شي:«دا وروستۍ چانس دی چې حکومت باید ترې کار واخلي او که چېرې ترې استفاده ونه کړي په ټول کې د نظام پایښت به له خطر سره مخ شي.»

ښاغلی مدبر زیاتوي چې ټول امنتیي وضعیت ته انديښمن دي او که څه هم حکومت له سیاسي اجماع سره واقعي چلن نه دی کړی، خو بیا هم سیاسي او جهادي مشرانو اعلان وکړ چې له خپل نفوذ نه به د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره کار واخلي.

په دې لړ کې ښاغلی مدبر د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب لار په جګړه کې د حکومت بری ګڼي:«هغوی (طالبان) دا ډول احساس کوي چې د جګړې له لارې پرمختګ لري او بریا لري او زه فکر نه کوم چې په دې پړاو کې طالبان حاضر شي او مذاکره وکړي.»
 
د ولسي جرګې غړی اسماعیل اتیکان څرګندوي:«هغه ننګونې چې په افغانستان کې دي، هغه باید له ملت او خلکو سره شریک کړل شي.»

په ارګ کې د سه شنبې ورځې په غونډه کې مخکیني ولسمشر حامد کرزي حضور نه درلود، خو ښاغلي کرزي ته نژدې کسان وایي چې نوموړی له هرې هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د سولې او اجماع لپاره وشي.

شریک یي کړئ