افغان عامې روغتیا وزارت وایي، چې هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې ګراف په راټیټیدو دی، خو خلک باید لا هم روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.
له دې سره د افغان جاپان روغتون ډاکټران وایي، چې که څه هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۳۰ ناروغان ورسره بستر دي، خو بیا هم د کورونا له کبله د مړینې شمېرې په کمېدو دي.
یوه ډاکټر حشمت فیضي ویلي: " د راتلونکو کسانو شمېر زیات شوی، ځکه چې د یوې اوونۍ راهیسې د درملنې مرکزونه تړلي دي او د مړینې شمېرې کمې شوې دي. "
د ډاکټرانو ځینې خپلوان وایي، چې د کورونا وایرس خطرناک دی او باید خلک یې جدي وګڼي.
د یوه ناروغ خپل احمد ویلي: "ډاکټران چې خلکو ته هر څه وایي باید خلک یې ومني. له کورونو و نه وځي او ماسکونه وتړي. "
که څه هم روغتیا وزارت وایي، چې په کورونا د اخته او تړې د مړو شمېر کم شوی، خو وېروس لا هم شته.
د روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ویلي: "له ښه مرغه د درېیمې څپې له لوړ ګراف تېر شوي یوو. اوس ګراف راټیټ دی، خو لا هم خطر شته. "
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۴۵ کسانو د کورونا معاینې مثبت شوې دي او په همدې موده کې ۱۵ تنه کورونا مړه کړي دي.