د امریکا د یوه جګپوړي چارواکي د څرګندونو په غبرګون طالبان وایي چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د یوه هېواد همکارۍ ته هم اړتیا نهلري.
وړاندې د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي و چې هېواد یې په افغانستان کې د داعش خلاف مبارزه کې، طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعامالله سمنګاني ویلي:"موږ بشپړ چمتووالی لرو چې د خپل هېواد امنیت ټینګ کړو، موږ په دې برخه کې د امریکا او بل کوم هېواد همکارۍ ته اړتیا نه لرو."
په ورته وخت کې د داعش په برید کې د یوه قرباني کس کورنۍ پر طالبانو غږ کوي چې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره دې ډېرې هڅې وکړي.
د محمد ذکي کورنۍ وایي، چې محمد ذکي د کابل هوایي ډګر مخې ته د داعش څو ورځو وړاندې برید کې وژل شوی.
د محمد ذکي مور نیکبختې ویلي:"زوی مې هیله لرله چې د درس لپاره مسکو ته لاړ شي، خو اوس یې د تګ نیت نه درلود او چې طالبان راغلل نو ټول خلک له هېواد نه په وتلو شول، نو زما زوی هم له پلار نه اجازه واخېسته او میدان ته لاړ بیا خبر شولو چې چاودنه شوي، موږ روغتون ته لاړو او مړی مو یې ولید."
دا هر څه داسې مهال دي چې امریکا او ځینو نورو هېوادونو افغانستان کې د داعش د حضور خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې داعش په افغانستان او ځانګړې توګه کابل کې د نورو بریدونو هڅه کوي.