Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه تنه یې ټپيان کړي

نن ماښام یکشنبې (د وږي په ۲۸مه) په ننګرهار ولایت کې یوې چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.

د ذبیح الله مجاهد مرستیال بلال کریمي طلوع نیوز ته وايي چې دغه چاودنه د طالب ځواکونو پر موټر شوې ده.

د کریمي په وینا، په دغې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او د طالب په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلی کریمي وايي چې دغه چاودنه د جلال اباد ښار په پنځمه حوزه کې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په ننګرهار ولایت کې دوو چاودنو طالبان په نښه کړل.

همدرانګه تېره د کابل په لوېدیځ کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه