Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍواله جنایي محکمه افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي

نړۍواله جنایي محکمه په پام کې لري، چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنه بېرته پیل کړي.

دغه محکمه له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې  ترسره شویو جنګي جنایتونو په هکله ادعاوې او قضیې څېړي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې څېړنه کې به تر ډېره د طالبانو او داعش ډلې جنګي جنایونه وڅېړل شي، خو د امریکایي ځواکونو جنګي جنایتونه نه څېړل کېږي.

نړۍواله جنایي محکمه د جنګي جنایتونو د څېړلو تر ټولو باوري مرکز دی او دا محکمه هغه مهال د څېړنې اقدام کوي چې د دې محکمې یو غړی هېواد د جنګي جنایتونو د څېړلو وس و نه لري او یا هم څېړلو ته یې زړه نه وي.

د نړۍواله جنایي محکمې یوه څارنوال کریم خان ویلي، اوس یې وخت دی، چې دا محکمه په افغانستان کې څېړنې پیل کړي.

کریم خان زیاته کړې: "له دقیقې ارزونې وروسته زه دې نتیجې ته ورسېدم چې اوسمهال افغانستان کې کورنيو بنسټونو له لورې د کره او اغېزناکې څېړنې امکان نه‌شته. "

نړۍوالې جنایي محکمې په افغانستان کې د ۱۵ کلونو په لړ کې د شویو جنګي جنایتونو ادعاوې ثبت کړې دي، چې تېر کال یې یوه عمومي ارزونه وکړه.

نړۍوالې جنایي محکمې په تېرو کلونو کې د امریکایي او افغان ځواکونو جنګي جنایتونه څېړل، خو دا څېړنه وروسته تر هغې بنده شوه، چې د افغانستان مخکیني حکومت وویل، افغان عدلي او قضايي بنسټونه د جنګي جنایتونو ادعاوې څېړي.

د نړۍوالې جنایي محکمې دې نوي ګام کې چې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه نه څېړل کېږي غبرګونونه هم لري. 

د بشري حقونو یوې فعالې حوریه مصدق ویلي: "دا ګام هغو زرګونو قربانیانو ته سپکاوی دی، چې په برخه کې یې امریکایي، ناټو او د مخکیني حکومت ځواکونو جنګي جنایتونه کړي. "

 له دې ټولو سره د بشري حقونو ځینو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښې، پر ښځو لګولي محدودیتونه او ځینې نور مسایل وڅېړي.

طالبانو تراوسه د نړۍوالې جنایي محکمې دې څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

په نویو ارزونو کې نړۍواله جنایي محکمه هغه ادعاوې نه څېړي، چې په‌کې بهرني ځواکونه افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه