نن له غرمې وروسته د کابل ښار د عیدګاه جامع جومات د دروازې ته څېرمه یوه چاودنه شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه چاودنه د خلکو په یوې تجمع کې شوې ده، او مرګ ژوبله هم لري.
هغه دې چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د شمېر په هکله جزییات نه دي ورکړي.
چاودنه په داسې حال کې کېږي چې په عیدګاه جومات کې د ذبیح الله د مور د فاتحې مراسم په جریان کې وو.
په دې اړه مو اندونه