نن د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو سازمان ورځ ده، خو له څو میاشتو راهیسې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي څوکۍ جنجالي پاتې ده.
د دې سربېره چې افغانستان ۷۵ کلونه وړاندي د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ، خو په افغانستان کې له وروستیو بدلونو وروسته د تېرو څو میاشتو راهیسي د دغه هېواد څوکۍ په جنجالي حالت کي له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.
د اسلامي امارت له لوري دغه څوکۍ ته وړاندیز شوی استازی سهیل شاهین وايي، ملګري ملتونه دې د نړیوالو اصولو له مخې په یاد سازمان کې د اسلامي امارت غړیتوب ومني.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت نومول شوی استازی سهیل شاهین وايي:«باید په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي یو له اصلي شرطونو چې د خلکو ملاتړ دی هغه هم له ځان سره لري، پر افغانستان بشپړه واکمني لري او د خلکو او هېواد د دفاع وس هم لري.»
ورته مهال، ځينې شنونکي وايي، د ملګروملتونو سازمان تر ډېره د ځواکمنو هېوادونو په نغوته په افغانستان کې فعالیتونه تر سره کوي او په لویو سیاسي پرېکړو کې يې صلاحیت کم و.
د پوهنتون استاد حامد مصباح څرګندوي:«له ۲۰۰۱ کال وروسته ملګرو ملتونو ځينې هڅې لرلې، خو د ملګرو ملتونو سازمان هڅې تل د درېیمې نړۍ په هکله د امریکا د سترو سیاستونو پر بنسټ دي.»
له دې سره هممال یو شمیر افغانان په دې اند دي چې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو د مخنيوي او رغند رول پر ځای تر ډېره د یاد سازمان فعالیتونه تر بشري مرستو محدود دي.
زده کړیال رومل په دې هکله وايي:«یو هېواد یوازې مالي مرستو ته اړتیا نه لري، له سیاسي پلوه هم باید ورسره مرسته وشي.»
د ملګرو ملتونه، د نړیوال امنیت د خوندیتوب او سولې، د هېوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو د پراختیا او د ملتونو په اعمالو کې همکارۍ او همغږۍ ته د رسېدلو په پار نړۍوال سازمان دی او کابو ټول خپلواک هېوادونه د دغه سازمان غړیتوب لري.
په دې اړه مو اندونه