Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا کانګرس ته بهرنیو چارو وزارت لیک: کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته په یوه لیک کې لیکي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د امریکا له خوا دې بندیزونه لېرې کړل شي.

داسې ښکاري چې، د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو دوام او نورو بندیزونو د کابل لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د امریکا کانګرس ته دغه لیک بیا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري په یوه ویډیو کې هم لوستل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګندوي:«د حیرانتیا ځای دی چې د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري زموږ د افغانستان بانک پر ذخیرو بندیز لګېدلی دی. دا زموږ د توقع او د دوحې موافقتنامې خلاف دی. د افغانستان خلک له لسیزو جګړو وروسته ځاني امنیت لري. اوس زموږ د خلکو اساسي مسله مالي امنیت دی او عامل یې هم دا دی چې، د امریکا دولت زموږ د خلکو پر پیسو بندیزونه لګولي دي.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیک کې همداراز ویلي چې، اوس باید دواړه خواوې د اعتماد جوړونې لپاره مثبت اقدامات وکړي.
نوموړي زیاته کړې، که چېرې اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ د افغانستان دولت او خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي او همداراز یې خبرداری ورکړی چې، د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل به په سیمه او نړۍ کې د پراخې کډوالۍ لامل هم شي.

عبدالقهار بلخي ویلي:«موږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه آزاده کړي. موږ اندېښمن یوو که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي او په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل هم شي او همداراز نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسالې رامنځته کړي. د پیسو له کنګل کېدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کېدای شي چې عام ولس ترې ګټه اخلي. د دغو زیربناوو په زیانمنیدو سره یوازې د افغانستان عام ولس ته زیان رسېږي او دا به له امریکا څخه د افغان ولس تر ټولو بده خاطره وي.»

امیرخان متقي په دې لیک کې په ډاګه کړې چې، د امریکا له لوري د بندیزونو لګول نه یوازې پر کاروبار او سوداګرۍ بلکې پر بشرپالو مرستو هم منفي اغېز کړی دی. 

په لیک کې راغلي دي:«د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت څخه غواړم چې په افغانستان کې د دغه بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسوولانه ګام پورته کړي چې زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره دروازې خلاصې شي او د افغانستان بانک ذخایر آزاد او زموږ له حسابونو څخه بندیزونه لېرې کړي.»

امریکا په افغانستان کې د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، د هېواد شتمنۍ وتړلې او په ډاګه یې کړه چې، پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو لرې کول د دوی له لوري د خپلو کړو ژمنو عملي کېدو پورې تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه