Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندونیزیا کې د ځينو افغان پناه غوښتونکو اعتراض او د شونډو ګنډل

په اندونیزیا کې ځینو افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د دوی دوسیو ته د نه رسېدنې له امله به اعتراض لاس پورې کړی او خپلې شونډې یې ګنډلې دي.

افغان کډوال چې ځینو یې له برخلیکۍ سره په اندونیزیا کې ۱۰ کاله تېر کړي دي، د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سره راټول شوي او په لاریون یې لاس پورې کړی دی.

په اندونیزیا کې افغان کډوال اصف رحیمي وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري له افغان کډوالو سره دوه ګونی چلن کوي. افغان کډوال دلته له اوو تر ۱۰ کلونو کډوال دي.»

په وروستیو میاشتو کې افغان پناه غوښتونکو په بېلابېلو ښارونوکې د پرلت خیمې ووهلې، څو یې پر دوسیو غور وشي. دوی د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غواړي چې پر وضعیت یې غور وشي.
 
د شمېرو پر بنسټ شاوخوا څلور زره افغان پناه غوښتونکي په یوه بل هېواد کې د استوګن کېدو په تمه په اندونیزیا کې ایسار پاتې دي او د جاکارتا چارواکو هم د قانوني کار اجازه نه ده ورکړې.

د مدني ټولنې فعالان په اندونیزیا کې د افغان پناه غوښتونکو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي او وايي له افغان پناه غوښتونکو سره باید انساني چلن وشي.
 
د افغانستان د بشري حقونو د څارسازمان لعل ګل لعل وايي:«موږ د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالۍ عالی کمېنشرۍ څخه غواړو ترڅو هغو کډوالو ته چې له یوې لسیزې په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي همکاري وکړي.»

په وروستیو میاشتو کې په اندونیزیا کې ۱۴ افغان پناه غوښتونکو ځانوژنه کړې ده او شپږ تنه نورو د ځانوژنې هڅه کړې ده. څو ورځې وړاندې هم د فرانس پرس خبري آژانس رپوټ ورکړی و، چې یوه افغان پناه غوښتونکي په یوه بل هېواد کې د استوګن کېدو لپاره له اوه کلن انتظار وروسته په اندونیزیا کې د ملګرو ملتونو د سفارت د ودانې مخې ته ځان ته اور واچوه.
 
 په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکي وايي چې له کلونو راهیسې په بې برخلیک حالت کې شپې ورځې تېروي. دوی اوس په دې ډول په اعتراض لاس پورې کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه