Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د «اېف اېم ای سي» روغتون کې د ناقص جراحي عملیات ادعا

د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټېټيوټ (د فرانسویانو روغتون) یو ناروغ لرونکي کابل کې ادعا کړې چې د دوه نیم کلنې لور د سوري زړه عملیات په پایله کې، د سینې کفس دواړه لوري یې له یو بل سره انډول نه لري.

د دې سربېره چې دغه روغتون دننه په هېواد کې د جراحي عملیاتو په برخه کې مخکښ دی خو د دغه روغتون سرطبیب له عملیات وروسته د تېروتنو ستونزې مني او وايي چې دغې ستونزې ته به رسېدنه وشي.

د دغې نجلۍ پلار ګل اغا نومېږي او د جګړو پر مهال له کندزه د کابل بګرامۍ ولسوالۍ ته پناه وړې ده. دی وايي، په دې بدو اقتصادي شرایطو کې لور یې سخته ناروغه ده.

د نوموړي په وینا، د ده د دوو میاشتو یو ماشوم د زړه د سوري له امله مړ شوی دی. 

ګل اغا طلوع نیوز ته وویل:«زوی مې هم د زړه سوری درلود، خلکو ته مې نارې سورې وکړئ، عذر مې وکړ چا زما غږ وانه ورېد، پیسې مې نه لرلې، زوی مې ومړ. ډېر خواشینی شوم.»

ګل اغا زیاتوي، په فرانسوي روغتون کې د لور له عملیات وروسته په صدري برخه کې یې د وجاهت له نظره عیب پیدا شوی او په وینا یې د دغه روغتون ډاکټران اوس ورته وايي چې، د پیسو په بدل کې دغه ستونزه حلوي.

هغه زیاته کړه:«دا مې لور ده، د زړه سوری لري، د فرانسویانو روغتون ته مې بوتله لور مې عملیات شوه. څو ورخې مخکې مې هم دغه روغتون ته بیولې وه. لومړی ځل یې له ما یو نیم لکه افغانۍ واخیستې خو د سینې کفس یې جوړ نه شو، ستونزه لري، له ما شپېته زره نور هم غواړي؛ له کومه یې کړم؟ سهار چې وځم کراچۍ ګرځوم ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پيدا کوم.»

د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ روغتون په کال کې د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ۱۲۰ ماشومانو درملنه کوي.

د دغه روغتون سرطبیب وايي، ټول عملیاتونه ۲ تر ۳ سلنې ستونزې لري او د دغه وضعیت لامل هم د ډاکټرانو بې احتیاطي او د طبي وسایلو نه معیاروالی په ګوته کوي.

د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ سر طبیب عبداابشیر سخي زاده وايي:«مسله دا ده چې د سینې قفس ولې یو پورته ځي او بل ښکته، دا هغه حالت دی چې موږ د زړه درې جراحي لرو؛ دا حتما څېړو.»

په کابل کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې څه باندې زر داسې ماشومان چې زړونه یې سوري دي په دې دفتر کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، ۶ زره نور ماشومان بیا د درملنې په تمه دي. په افغانستان کې د سره صلیب دفتر یوازینی مرکز دی چې، پر زړه د سوریو ماشومانو درملنه کوي؛ خو دا چې، ناروغان ډېر او امکانات کم دي؛ نو ځینې ماشومان د همدې ناروغۍ له امله مري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه