Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډالرو په وړاندې په بې مخینې توګه د افغانیو د ارزښت رالوېدل

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې دم ګړۍ یو ډالر په څه باندې ۱۲۳ افغانیو پلور کېږي.

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وايي چې په وروستیو لسو ورځو کې د هېواد د پیسو ارزښت له کنټروله وتلی دی. اندېښنه دا ده چې د دغه وضعیت له دوام سره، د کوچنیو او منځنیو پانګونو د له منځته تللو ګواښ زیاتېږي.
 
له شهزاده سرای نه د وړو صرافانو ایستل کېدل، د افغانۍ په مقابل کې د ډالر د لوړېدو پر وړاندې یوغبرګون دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي چې بازار ته د نویو راغلو صرافانو آوازې د افغانۍ د ارزښت د کمېدو یو لامل دی او له همدې امله واړه صرافان له دغه سرای نه اېستل کېږي.
    
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې غړی سیدعلي سادات وايي:«یو شمېر کسان چې اصلاً د صرافۍ مخینه نه لري، راغلي او پر بازار یې یرغل کړی دی او بازار ته یې کاذب نرخ ورکړی دی، هیله لرو راتلوونکې ورځې وضعیت ښه شي.»
 
وضعیت تر دې بریده ناڅرګند دی چې حتا ځينې صرافان حاضر نه دي چې ډالر وپلوري.

د شهزاه سرای د صرافانو د ټولنې غړی حاجي ځيرک په دې هکله څرګندوي:«لومړی ځل دی چې افغانۍ خپل ازرښت دومره له لاسه ورکوي ډېر خواشینی یم په دې برخه کې زموږ هڅه دا ده چې له مرکزي بانک سره په اړیکه کې یوو چې دغه بانک په بازار کې مداخله وکړي.»

په ټوله کې په وروستیو لسو ورځو کې په سلو ډالرو کې د هېواد پېسو خپل نږدې دوه زره افغانۍ ارزښت له لاسته ورکړی دی.
د مالي چارو ځیني شنونکي وایي چې دا لومړی ځل دی چې د افغانۍ ارزښت دومره رالوېږي. د دوی په وینا اوس مهال د پيسو تورم یا پړسوب له دولس تر څورلس سلنې رسېدلی دی او د دغه وضعیت دوام به د هېواد ټول اقتصاد بې ثباته کړي.

د مالي چارو شنونکی سیرقریشي وايي:«مصرف کوونکي یې زیان من کړي او د جنسونو بیې لوړې شوې دي او همدارنګه دا کولای شي سپما کمه کړي او که چېرې په کافي اندازه شدید شي دا ټول اقتصاد بې ثباته کوي.»
      
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وویل:«د مجاهدینو په وخت کې هم کابو ۱۳۷۱ کال کې او له هغه وروسته د افغانۍ ارزښت په ډېر ستر او ډراماټيک ډول کمښت وموند.»

د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال افغانیو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت خورا بایللی و او د افغانۍ د ارزښت کموالی او له پشتوانې پرته د پیسو چاپېدل په بازارونو کې د دغو پیسو د خورا زیاتېدو لامل شول او حکومت پرېکړه وکړه چې پنځه زره ګون او لس زره ګون بانکنوټونه چاپ کړي. اوس مهال وېره دا ده چې د افغانۍ د ارزښت د کمېدلو د بهیر په پېلېدو سره افغانستان یوځل بیا تېر تاریخ تجربه نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه