Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د افغانستان او تاجیکستان پر پوله امنیتي وضعیت اندېښمنونکی دی'

د روسیې ولسمشر پوتین چې تاجیکستان ته یې سفر کړی دی، له خپل تاجیک سیال امام علي رحمان سره د افغانستان پر اوسني وضعیت هم بحث وکړ.

د روسیې ولسمشر په دغې لیدنه کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په پوله امنیتي وضعیت د اندېښمنوونکی ګڼي.

پوتین وايي مسکو غواړي چې د تاجیکستان په خاوره کې خپلې پوځي اډې پیاوړي کړي ترڅو د دغو ګواښونو خطره کمه کړي.
    
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي:«زه له دې امله چې له تاسو سره په اړیکه کې یم، پوهېږم چې له افغانستان سره پر پوله اوسنی وضعیت د اندېښنې او خبرداري لامل شوی دی، دا حقیقت دی او د اندېښنې وړ خبره ده.»

د پوتین په وینا مسکو او دوشنبه له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د دوه اړخیزو پوځي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.
     
ښاغلي پوتین زیاته کړه:«زموږ د هوکړې له مخې، د تاجیکستان د ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو اندازه وسلې او تجهیزات سپارل شوي دي، چې جیکستان وکړای شي په اغېزناکه توګه له هر ډول هغه ګواښ سره مقابله وکړي چې جرړې یې له دغه هېواد نه بهر دي.»  

روسیې په ځلونو د افغانستان پر شمالي پولو د امنیت ضد ګواښونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ونه ګواښل شي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته، د افغانستان پولې له هر بل وخته ډېرې خوندي او محفوظې شوې دي.»

روسیې په افغانستان کې خپله یوه لویه اندېښنه د داعش ډلې فعالیت بللی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې دغه ډله غواړي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.

اسلامي امارت وايي چې له ګاوندیو هېوادونو سره د افغانستان پولې له هر بل وخت خوندي او محفوظې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه