Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره دامیرخان متقي لیده کاته

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او د هرات ولایت له پخواني والي اسماعیل خان سره په ایران کې لیدلي دي.

متقي په یوې ویډيو کې چې په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر د ویاند محمد نعیم له خوا خپره شوې ده، له احمد مسعود او اسماعیل خان سره یې خپل لیده کاته یې تایید کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې ویډیو کې ویلي دي:«هو، له احمد مسعود، له قومندان اسماعیل خان او له نورو افغانانو سره یې لیدلي دي. موږ هغوی ته ډاډ ورکړ چې له کومې اندېښنې پرته کولای شي هېواد ته راستانه شي او په ارامۍ کې ژوند وکړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم ویلي دي چې د اسلامي امارت پلاوي په ایران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت پلاوی د شنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره د لیدنې په پار تهران ته سفر وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حفیظ ضیا احمد په دې هکله وايي:«په دغه سفر کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د افغان کډوالو په هکله بحث او خبرې اترې کړې دي.» 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه