د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي دي چې د افغانستان نوی حکومت د هېواد په ټولو برخو واکمني لري او هېڅ هېواد به د افغانستان له خاورې ونه ګواښل شي.
ښاغلي متقي چې په یوې مجازي ناسته کې په امریکا کې مېشتو افغانانو سره خبرې کولې، زیاته کړه چې د افغانستان سیاسي څنډې ته کول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي. او اسلامي امارت د ښې حکومتوالۍ او له ټولو ګاونډیو، سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ټينګښت په برخه کې د نوي څپرکي پرانیستو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه:«موږ له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د مثبتو او جوړونکو اړیکو په لټه کې یوو. موږ غواړو له نورو هېوادونو سره تعامل ولرو او دغه تعامل د متقابل درناوی پر بنسټ وي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ګواښ وکړ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي.
ښاغلي متقي د تېر حکومت پرځېدو ته له نغوتې سره وویل چې د اسلامي امارت ځواکونه د دې په هڅه کې وو چې د خبرو اترو او هوکړې له لارې کابل ته ننوځي، خو د امنیتي بنسټونو مشرانو له کابله تېښتې سره د واک تشه رامنځته کړه چې په پایله کې د اسلامي امارت ځواکونه د کابل مېشتو په غوښتنه کابل ته ننوتل.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د چا د نیولو او وژلو هوډ نه درلود او د ملي یووالي له پیغام سره کابل ته راننوت. دم کړۍ هم د تېر حکومت ځينې چارواکي په کابل کې د امارت تر حاکمیت لاندې ژوند کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې ده چې افغانان په هېواد کې د غوره ژوند مستحق دي او اسلامي امارت نه غواړي چې هېوادوال په ځانګړې توګه مسلکي او تحصیل کړي کسان له افغانستانه د نړۍ هېوادونو له هغې ډلې اروپايي هېوادونو ته کډوالي وکړي.
په دې اړه مو اندونه