Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني د کابل امنیتي حوزو ته؛ له خپل سرو عملیاتو ډډه وکړئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل امنیتي حوزو چارواکو ته حکم کړی دی چې د خپل‎سرو عملیاتو له ترسراوي ډډه وکړي.

نوموړی وايي چې هېڅ امنیتي حوزه د کورنیو چارو وزارت له خبرتیا پرته نه شي کولای چې د تورنو د نیولو او د خلکو د کورونو د پلټو لپاره اقدام وکړي. 

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار د حوزو له مسوولانو سره په غونډه کې هغوی ته امر کړی دی چې له مراجعینو سره ښه چلند ولري او ستونزې یې ورحل کړي.

ښاغلي حقاني همدارنګه د کابل ښار د امنیتي حوزو چارواکو ته حکم کړی دی، هغه کسان چې له جرم پرته بندیان کړل شوي دي ازاد کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني وايي:«هغه خلک چې په زندانونو کې پراته دي، د دوی دوسیې تاسې وګورئ که د قانون او اصولو له مخې بې ګناه ثابت شي، دا تاسو ته حکم دی چې دغه زنداني راوباسئ بښنه ترې وغواړئ چې چا نیولی هغه زندان ته واچوئ.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د عمومي بښنې فرمان ته د اسلامي امارت د ځواکونو پر ژمنتیا ټينګار کوي او وایي چې د مخکیني حکومت د کارکوونکو امنیت ټينګ شوی او په هېواد کې په ازاده توګه ژوند کولای شي.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه:«عفوه شوې ده که هر رقم راپور تاسو ته راتلو، دا راپور چې کوم دی، ځان ته اصول لري تاسې ما ته دومره پارچه راولېږئ چې په فلاني کس باندې دا دوسیه ده، خیر اصولو دا عمل ورسره دی موږ څه وکړو؟ که ما په ورځ کې ځواب در نه کړ، له ما نه وروسته معین صاحبان دلته دي، معین ارشد دی، معین اداري دی، زما د دفتر رییس دی، قومندان د امنیې دی دا په مراحلو راځي، بیا تاسو د عاجل مشکل په وخت کې اقدام کولای شئ. خو له نن نه وروسته بیا په دې خبر نه شوم.»

د کابل ښار امنیتي حوزو ته هره روځ لسګونه تنه د خپلو حقوقي او جنایي دوسیو د کارونو د تعقیبولو لپاره ورځي. چې له دې ډلې موږ د کابل ښار د یوولسمې حوزې ته سر ورښکاره کړی دی.

د دغې امنیتي حوزې آمر وایي چې دلته ډېری ورتلونکي کسان جنایي دوسیې لري او امنیتي مسوولان غواړي چې د هغوی دوسیې په کره توګه وڅېړي.

د کابل د یوولسمې حوزې آمر نصیر احمد احمدي څرګندوي:«دلته خو د ورځې سل تنه مراجعین راځي او زیاتره یې جنايي هغه موږ جنايي ته لېږو او زیاتره یې حقوقي وي چې موږ یې خپلو برخو ته لېږو.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت ته د یو شمېر منسوبو کسانو له لوري د ځینو مخکینیو نظامیانو د نیولو او ربړولو په تړاو رپوټونه خپاره شوي وو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه