Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغی.

د اسلامي امارت ویاندویان کابل ته د دغه جګپوړي پاکستاني پلاوي سفر موخه له اسلامي امارت سره د سیاسي، امنیتي، سوداګریزو مسایلو او د کابل - اسلام اباد د اړیکو پراختیا ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«هغوی دلته د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د سیاسي، امنیتي، سوداګریزو اقتصادي، ټرانزیټي مسایلو او په ټول کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او ټينګښت سره وغږېدل.»

په کابل کې د پاکستان سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار کتنه رغوونکې ګڼي.

له دې سره سم، په کابل کې سرچینې د دې پخلی هم کوي چې، د ډيورنډ پر فرضي کرښې وروستي جنجالونه هم د دواړو خواو د لیدنو په اجنډا کې شامل دي.

د پوځي چارو شنوونکی جنرال صادق شینواری وايي:«افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر شونې ده چې دوه اړخه ولري، یو د افغانستان او پاکستان په پوله د اغزن مزي بشپړول او همدارنګه د اسلامي امارت په منځګړيتوب د پاکستاني طالبانو تحریک په هکله مفاهمت وي.»

پاکستانی خبریال طاهرخان هم څرګندوي:«له هغې وروسته کله چې د پاکستان د طالبانو تحریک د اوربند له غځولو انکار وکړ د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شول.»

تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د آی، اس آی مشر هم افغانستان ته راغلي وو. د ویلو ده چې، په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، د نورو هېوادونو پرتله د پاکستان ډېر پلاوي کابل ته راغلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه