Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د پیسو په هکله د پرېکړې لپاره د دوو اوونیو مهلت ورکړه

په داسې حال کې چې په امریکا متحده  ایالتونو کې لاهم د افغانستان د کنګل شویو پیسو برخلیک روښانه نه دی، په نیویارک کې د یوې محکمي قاضي د ولسمشر بایډن له ادارې غوښتې دي چې «د فبروري تر یوولسمې نېټې» په دې تړاو پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې یو شمېر قربانیانو کورنیو د امریکا له دولت نه غوښتي وو چې له همدغو پیسو نه غرامت ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي:«بانکونه د وضعیت د ارزولو په حال کې دي. دغه راز په امریکا متحده ایالتونو کې دننه په محکمو کې داسې ځانګړې دوسیې هم شته چې پر بنسټ به یې د طالبانو پر وړاندې قضاوت کوي. په امریکا کې اجراییه برخې نه بلکې محکمې بانکونو ته لارښوونه کړې چې دغه مالي سرچینې آزادې نه کړي.»

د القاعده شبکې له لوري د سپټمبر د یوولسمې برید د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې وشو او له همدې امله د دغه برید د قربانیانو یو شمېر کورنۍ وايي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې باید طالبانو ته ونه رسېږي.

خو اسلامي امارت وایي چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي او باید ډېر ژر آزادې شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت په هر ډول غواړي چې د افغانستان ملي شتمنۍ بېرته افغانستان ته ستنې کړي. د سپټمبر ۱۱ مه پېښه په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود زیاتوي:«باید هېر نه کړو که چېرې د امریکا عدلیه وزارت د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو د کورنیو د غرامت ورکړه له همدغو کنګل شویو پیسو پنځوس سلنه هم په پام کې ونیسي باید هغه په پام کې ولرو.»

د امریکا په بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پیسې شاوخوا نهه مېلیارد ډالره دي. دغه پیسې تر هغه وروسته کنګل شوې چې په افغانستان جمهوري نظام ړنګ شو او اسلامي امارت بېرته واک ته ورسېد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه