Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېټانیا پخوانی لوی درستیز: لوېدیځ دې امارت په رسمیت وپېژني

د برېټانیې پخوانی لوی درستیز وايي چې لوېدیځ باید په افغانستان کې خپله ماته وم لړ طالبان په رسمیت وپېژني. 

ډیویډ ریچارډز له بي بي سي سره په مرکه کې وايي د دې وخت رارسېدلی دی چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان له نوي مشرتابه سره کار وکړي او د دغه هېواد خلک له انساني ناورین څخه وژغوري.

ښاغلی ریجارډز دې باور دی چې بالاخره به لوېدیځ امارت په رسمیت وپېژني او ټینګار یې دا دی چې دغه کار باید له ځنډ پرته وشي، څو په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه:«فکر کوم، بالاخره به لوېدیځ طالبان په رسمیت وپېژني، که قضیه داسې وي، نو د دې پرځای چې ناوخته شي، غوره ده چې دا کار ژر وشي، مشهوره خبره ده چې وایي: باید د ګټلو پرمهال ځوانمرده و اوسو، فکرکوم چې اوس زموږ لپاره د دې وخت دی چې په خپلې ماتې کې هم ځوانمرده و اوسو.»
               
پخوانی پوځي جنرال ثمر سادات هم په دې هکله وايي:«امریکایان په افغانستان کې سټراټیژیکه ماته خوړلې ده او باید هغوی دا ماته ومني، ځکه هغه دولت چې د امریکا او ناټو د حضور حاصل و، د امریکایانو د سترګو په وړاندې له منځه ولاړ.»

اسلامي امارت هم کابل سره د نړۍوالې ټولنې تعامل د افغانستان او نړۍ په ګټه بولي.
       
د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې د نړۍ ټول هېوادونه وغواړي د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي او په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.» 

لوېديځ د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، له ترهګرو ډلو سره مبارزه او د بشري حقونو خوندېتوب د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره وارله مخه شرطونه اعلان کړي دي.

پخوانۍ ډېپلوماټه شکریه بارکزۍ وايي:«هغه څه چې طالبان یې د رسمیت پېژندلو لپاره ورته اړتیا لري، عمده اصل یې کورنی مشروعیت دی، ترڅنګ یې د هغو قوانینو منل دي چې د هغه پر بنسټ د یو دولت جوړېږي چې موږ یې نه لرو.»

بل خوا ایرانۍ رسنۍ رپوټ ورکوي چې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له خپل ایراني سره په کتنه کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي او دواړو لوریو په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه