Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د کور په کور عملیاتو دوام

په پلازمېنه کې د درېیمې ورځې لپاره د کور په کور د تلاشۍ او پلټنې عملیاتو دوام درلود. د اسلامي امارت ویاند وايي چې د دغو عملیاتو په لړ کې تراوسه په لویه کچه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

په دغو عملیاتو کې ځينو مېرمنو هم د اسلامي امارت ځواکونو ملتیا کوله.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، په دغو عملیاتو کې تراوسه ځينې انسان تښتوونکي، د داعش غړي او غله نیول شوي دي. او همدارنګه څو تنه تښتول شوي ازاد شوي دي.

که څه هم اسلامي امارت د دغو عملیاتو په لړ کې د امنیت د تامین په هکله ډاډ ورکوي خو د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د اسلامي امارت له خوا د دوی د کورونو د تلاشۍ پر څرنګوالي نیوکه کوي.

د کابل د لسمې حوزې اوسېدونکی علي یاسر وايي:«وې ویل چې ستاسو کورنۍ دې په یوې کوټه کې وي، ټولې کوټې یې وپلټلې له یوې کوټې پرته چې هلته ښځينه وې.»

د لسمې حوزې بل اوسېدونکی محمد رفیع هم څرګندوي:«نن ۱۰:۳۰ دقیقې وې چې دوی راغللي و چې دوی راغلل او یوه مېرمن ورسره وه او په اجازې سره کوټو ته ننوتل او په عزت او دروناوي سره یې خپله تلاشي وکړه.»
 
ښاغلی مجاهد وایي چې د کور د څښتن له اجازې او د ګذر د وکیل او یا د جومات د ملا امام له حضور پرته د اسلامي امارت ځواکونه د چا کورته نه ننوځي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوم چې دا عملیات د خلکو پر ضد نه دي او د هېچا په وړاندې بد نیت نه لري، بلکې هغه کسان چې انسان تښتوونکي او غله دي چې زموږ په ټولنه کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل کېږي، دا عملیات د هغوی په وړاندې دي.»

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې کور په کور عملیات به په راروانو ورځو کې هم دوام ولري.

د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۴۴ دولتي موټرونه، شپږ رنجرونه، ۱۳ زغروال موټرونه او بېلابېل پوځي تجهیزات نیول شوي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«نهه تنه انسان تښتوونکي چې اختطاف یې ثابت شوی نیول شوي دي، د داعش اړوند شپږ تنه هم نیول شوي دي، ۵۳ مسلکي غله هم نیول شوي دي.»

خو ځينې حقوق پوهان په دې تړاو بل لید لوری لري.
                             
حقوقپوه عبدالسبحان مصباح وویل:«د منل شویو حقوقي او شرعي اصولو پر بنسټ د خلکو کورونه خوندي دي.»

له کابل سربېره په پروان او کاپیسا کې هم د کور په کور د تلاشۍ بهیر روان دی. سره له دې چې، یو شمېر هېوادوال د دغو عملیاتو د څرنګولي او کورونو ته په خپل سر د امنیتي ځواکونو له ننوتلو شکایت لري؛ خو اړوند مسوولین بیا د دغو څرګندونو په ردولو سره وايي، د خلکو خصوصي حریم ته درناوی لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه