Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د ترهګریزو بریدونو په نړۍوال نوملړ کې لومړی ځای لري

د افغانستان نوم د درېیم کال لپاره د ترهګریزو بریدونو په نړۍوال نوملړ کې پرله پسې په لومړي ځای کې راځي.

د اقتصاد او سولې نړیوالې موسسې د خپل په تازه خپاره شوي رپوټ کې ویلي دي چې افغانستان په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د نړۍ په کچه د ترهګریزو بریدونو له امله د ۲۰ سلنه مرګ ژوبلې شاهد دی.

د دغې موسسه په رپوټ کې راغلي دي چې افغانسان په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د ۱۴۲۶ کسانو په وژل کېدو سره، د نړۍ په کچه د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ شمېر لري.

په دغه رپوټ کې څلورو شاخصونو ته په پام سره ترهګریزو پېښو ته کتنه شوې،چې د پېښو شمېر، د وژل شویو شمېر، د ټپیانو شمېر او اوښتي زیانونونه پکې ښودل شوي دي.

د تخلیې بهیر په وروستیو ورځو کې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه خونړۍ چاودنه چې تر یو ۱۸۰ تنو زیات په کې ووژل شول او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شول، په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې ده.

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد سنګدل په دې هکله وايي:«له بده مرغه له تېرو وختونو د نړۍ او سیمو ډېریو هېوادونو له دغو ډلو د سیاسي موخو لپاره اوزاري استفاده کړې ده.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم وویل:«زموږ هېواد چې په وروستیو کلونو کې د بهرنیو او په افغانستان کې د زبر ځواکو د جګړې په پایله کې، موږ په دغې بدنامۍ نومول شوي یوو.»

بل خوا داسې خوشبنۍ هم شته چې په افغانستان کې به د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته داسې پېښې تکرار نه شي.

اسلامي امارت ته نږدې کس عبدالغفار کامیاب څرګنده کړه:«په افغانستان کې امنیت د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه کېږي او هره ترهګره ډله چې وغواړي د افغانستان خلکو ته ستونزې رامنځته کړي، وسه به یې ونه لري او مخه به یې ونیول شي.»   

سږکال له افغانستان وروسته عراق د ۸۳۳ ترهګریزو پېښو په لرلو سره دویم ځای او پاکستان د ۱۸۶پېښو په لرلو سره د دغه نوملړ درېیم ځای خپل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه