Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لویې جرګې جوړولو او په حکومت کې د قومونو پر ونډې د کرزي ټینګار

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د لویې جرګې پر جوړولو او په نوي حکومت کې د ټولو قومونو پر ونډې ټینګار وکړ او دا یې د هېواد له اوسنیو ننګونو څخه د خلاصون یوازینۍ لار وبلله.

ښاغلي کرزي له العالم ټلوېزیون سره په مرکه کې له هېواده بهر د سفر بندیز ته په اشارې ویلي چې دی او عبدالله عبدالله بهر ته په سفر کې له ننګونو سره مخ دي.

ښاغلی حامد کرز وايي: «هو، په هغو سفرونو کې چې ټاکل شوې وه له عبدالله عبدالله سره ولاړ شم، البته په جلا ډول، له ستونزو سره مخ وو او هیله‌من یم چې دا ستونزې حل شوي وي، خو په هېواد او کابل ښار کې زموږ تګ-راتګ ازاد دی او خلک زموږ لېدو ته راځي. زه او عبدالله عبدالله هم سره ګورو او د کابل هرې برخې ته چې وغواړو، تللی شو.»

پخواني ولسمشر یو ځل بیا په هېواد کې پر تل‌پاتې سولې ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه چې له اوسنیو ننګونو د وتنې یوازېنۍ لاره د یوه داسې حکومت جوړول دي چې په هغې کې د ټولو پرګنو استازي حضور ولري.

حامد کرزي په دې اړه وویل: «د ټاکنو تر سره کېدو ته ډېر خوشالېږم، خو مهمه دا ده چې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد لپاره څه څیز مهم دي چې تر سره شي. یعنې ایا کولی شو ټاکنې ترسره کړو؟ دا چې د ټاکنو زمینه برابره شي او خلک د یوې ټولپوښتنې له لارې خپلې ارادې څرګندې کړي؛ که چېرې دغه چاره شونې نه‌وي؛ نو ایا د لویې جرګې له جوړېدو چې د هېواد په اساسي قانون کې راغلي او افغانان له پېړیو راهیسې د خپلو ستونزو د حل لپاره هغې ته مراجعه کړې بله لاره لرو؟»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، که څه هم ځینې سیاستوالو هېواد پرېښود، خو حامد کرزی او عبدالله عبدالله په کابل کې پاتې شول.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل: «په افغانستان کې عمومي بښنه اعلان شوې او دا محدودیتونه لا هم شته، خو د باور فضا باید ټینګه شي او دې کار ته ډېره اړتیا ده.»

سره له دې چې د اسلامي امارت ویندویان پر بهرنیو سفرونو د بندیزونو په تړاو د ښاغلي کرزي د څرګندونو په تړاو څه نه وايي، خو د لویې جرګې د جوړېدو په تړاو بل لېدلوری لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت په‌خپله د نظام د ساختار په برخه کې هڅې کوي. ولې د هېوادوالو او د مختلفو خلکو مشورې په خپل ځای کې د ارزونې وړ دي.»

وروسته له هغې چې اسلامي امارت د واګ په ګدۍ تکیه ووهله؛ د عمومي بښنې فرمان یې صادر کړ چې ورسره د تېر حکومت ټول کارکونکي وبښل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه