Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د ځايي خبریال اتل کورنۍ: اتل د ا.ا له لوري نیول شوی

د کندهار د ځايي خبریال او د «زما کندهار» راډيو د مسوول مدیر میرویس اتل کورنۍ ادعا کوي چې، میرویس اتل د شنبې په ورځ د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د نامعلوم لامل له مخې نیول شوی او لا هم له دغو ځواکونو سره بندي دی.

د میرویس مور ماریا وايي:«زما زوی نه مجرم دی، نه له وسله والو کسانو څخه دی او نه یې په تېر حکومت کې کار کړی دی، هغه یو عادي کس او خبریال دی، باید ژر تر ژره خوشې شي.»

د میرویس اتل لور ایما هم وویل:«زما پلار بندي دی، زما هیله دا ده چې را خوشې یې کړي د دې لپاره چې موږ په کور کې یوازې یوو او نور څوک نه لرو.»

یو شمېر خبریالان په دې وروستیو کې د خبریالانو د نیونې په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او سرپرست حکومته غواړي چې، دغه بهیر ته د پای ټکی کېږدي.

خبریال عبدالله عزیزي څرګنده کړه:«کله چې یو خبریال نیول کېږي، بل خبریال وېره پیدا کوي او نه شي کولای په هغې بڼه چې غواړي د خپلو رپوټونو په چمتو کولو کې له مسوولانو پوښتنې وکړي.»

له دې سره سم، د رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه وايي، په تېره یوه میاشت کې ۱۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د بیلابیلو لاملونو له مخې نیول شوي دي.

د خوندیتوب په کمېټه کې د خبریالانو د پېښو د څېړنو مسوول جمیل وقار وايي:«د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د اسلامي امارت له لوري د رسنیو کابو سپاړس مسوولان او خبریالان د پلټنو لپاره او یا هم د لنډې مودې لپاره بندي شوي دي.»                            
د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فډراسیون مشرتابه غړی حجت الله مجددي هم څرګندوي:«د اسلامي امارت له چارواکو غواړو د افغانستان له رسنیو سره چې هره ستونزه ولري، له قانوني لارې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیو سرغړونو ته د رسېده ګۍ کمېسیون دی، چې مخکې یې اعلان کړی هغه جوړېږي له هغې لارې د رسنیو چارې مخته یوسي ترڅو له دې ډېر د رسنۍ ټولنې د اندېښنې لامل نه شي.»
                   
خو اسلامي امارت د خبریالانو نیول ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«که چېرې د کومې رسنۍ او یا د کوم خبریال د کار په هکله څه ویل شوي وي، هغه خبري یا ژورنالیستکي اړخ نه لري د هغه تر شا نور موردونه دي.»

تر دې مخکې د ژورنالېسټانو نړۍوال فډراسیون په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه د ژورنالېستانو لپاره تر نورو ډېر مرګونی هېواد بللی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه